د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په یوې نظامي اډې کې ١٣ تنه ووژل شول


د فورت هوډ نظامي مرکز مامورینو د امریکا په تکساس کې دهغه ښځینه پولیسې اقدام وستایه چې د پرون ورځې ډزې یې ودرولې. په دغو ډزو کې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۱ تنه نور زخمیان شول.

د فورت هوډ نظامي مرکز ویاند ډګروال جان روسي خبریالانو ته نن د جمعې په ورځ وویل چې ښځېنه پولیسې کیمبرلي میونلي مشکوک جګړن نېدال مکلک حسن سره برخورد وکړ او پر هغه یې څلور ځلې ډزې وکړې.

حمله کونکی، ښځینه پولیسه میونلي او په پېښه کې نور ټپي سوي کسان ټول په روغتون کې تر تداواۍ لاندې دي.

پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ هغه وخت رامینځ ته شوه چې د پوځ یوه روحي متخصص د دوو توپنچو په ذریعه د آمریکا د پوځ پر عسکرو ډزې پیل کړې. دغه پېښه په هغه ودانۍ کې وشوه چې عسکر په کښي د خارجي جګړو دپاره چمتوالی نیسي.

د فورت هوډ روغتون قوماندان ډګروال ستیف برېورمن وايي چې ده د حسن سره کار کاوه او د هغه سره په کار کې هیڅ ډول مشکل نه درلودی.

د پېښې عامل نه دی معلوم خو د حسن همکارانو ویلي دي چې هغه د عراق او افغانستان د جګړو سره سخت مخالف و او هیله یې درلوده چې جمهور ریْس اوباما به ټول آمریکايي عسکر د دغو دواړو ملکونو نه راوباسي.

XS
SM
MD
LG