د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: افغان حکومت ته د برتانیې خبرداری


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي د برتانې صدر اعظم ګورډن براون د جمعې په ورځ وویل چې که چیرته د کابل حکومت د فساد جرړې له منځه یو نسي، نو د طالبانو د بغاوت د ماتې ورکولو په هلو ځلو کې به زمونږ ملاتړ د لاسه ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي ښاغلي بروان پخپله وینا کې وویل دیته چمتو ندی چې د خپل هیواد د ښځو او سړیو ژوند د یوه داسې حکومت لپاره په خطر کې واچوي چې د فساد د ختمولو په وړاندې قوي هوډ نلري او د پام وړ هڅې نکوي. ورځپاڼه وایي چې د ځینو پوهانو په اند د افغانستان د حکومت په اړه دا د ښاغلي براون تر ټولو په تنده لهجه خبرې دي.

نیویارک ټایمز لیکي د ښاغلي براون خبرې په یوه داسې مهم او حساس وخت کې کیږي چې هلته د امریکا جمهور رییس باراک اوباما پدې اړه پریکړه کوي چې آیا افغانستان ته اضافي امریکایي عسکر واستوي او که نه. ځکه داسې ښکاري چې د افغانستان د جګړې په اړه د یو شمیر هیوادونو لیوالتیا ورځ تر بلې راکمیږي.

ښاغلي بروان پداسې وخت کې دا وینا وکړه چې پنځه ورځې وړاندې پنځه تنه برتانوي عسکر د یوه افغان پولیس لخوا د هلمند په ولایت کې ووژل شول. پدې سره د برتانې د خلکو هغه غوښتنه نوره هم پورته شویده چې غواړي عسکر یې بیرته هیواد ته راستانه شي.

ورځپاڼې همدارنګه زیاته کړیده چې د 2001 میلادي کال راپدیخوا د برتانې 230 تنه عسکر وژل شویدي. چې اووه تنه یوازې په تیره اوونۍ کې ووژل شول. د اکتوبر میاشت د بهرنیو قواوو لپاره هم تر ټولو خونړۍ میاشت ده.

ورځپاڼه وایي ښاغلي بروان پخپلو خبرو کې یو ځل بیا دیته اشاره وکړه چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواوو سره به د ګډو هڅو نه ځان ونه سپموي. بروان وویل چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي سره خبرې کړیدي او هغه ژمنه وکړه چې لومړۍ هڅه به یې همدا وي چې د افغانستان نه به فساد ختموي.

ښاغلي بروان همدارنګه ویلی دي چې د جمهور رییس حامد کرزي سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ پدې پوره اړه لري چې نوموړی په امنیت راوستلو ، حکومت دارۍ ، ملي روغې جوړې ، اقتصادي پرمختګ او د ګاونډیو سره د ښو اړیکو په جوړولو او ساتلو کې څومره هڅې کوي او په څه اندازه ورته ژمن دی.

ورځپاڼې د ښاغلي بروان د خبرو په اړه لکلي دي چې که چیرته د افغانستان حکومت په نوموړو پنځو شیانو په ازموینه کې پاتې راشي، نو هم به افغان ولس د ماتې سره مخ شي او هم به د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې د ملاتړ نه بینوا شي.

په تلویزوني مرکه کې ښاغلي بروان د امریکا د حکومت د یو شمیر لوړ رتبه چارواکو هغې غوښتنې ته اشاره وکړه چې د جمهور رییس حامد کرزي نه یې غوښتلي دي تر څو د فساد پر ضد یو داسې کمیسون دې جوړ کاندي چې په ملي کچه او د ولایتونو په کچه د دولتي چارواکو څخه حساب کتاب وغواړي.

ورځپاڼه وایي چې یو شمیر امریکایي او د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو ځینو چارواکو پدې باندې فشار اچولی چې د افغانستان حکومت دې لږترلږه هغه دولتي چارواکي ونیسي چې په ښکاره ډول په اداري فساد کې لاس لري. چارواکو د دغو کسانو د نومونو او د کار ځایونو په اړه څه ندې ویلي.

د نړیوالې ټولنې په خیالي لست کې د جمهور رییس حامد کرزي ورور ، احمد ولي کرزی هم شامل دي. هغه باندې دا شک کیږي چې د مخدره موادو په قاچاقو کې ډیر لاس لري. دویم نفر جنرال عبدالرشید دوستم دی چې په هغه باندې دا تور لګول شوی چې په زرګونه تنه طالب بندیان یې وژلي دي او همدارنګه نړیواله ټولنه دا هیله لري چې د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر مارشال قسیم فهیم باندې هم دا شک کیږي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کای ایډه هم خبرداری ورکړي چې که چیرته د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی پخپله اداره کې اصلاحات را نه ولي نو د دې خطر شته چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ له د لاسه ورکړي. کای آیده ویلي و چې د حامد کرزي په اداره کې باید د پام وړ او جدي بدلون راشي او وایي چې دا بدلون باید د نوې ادارې د جوړیدو پر وخت اعلان شي.

XS
SM
MD
LG