د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزیرستان کې یې د طالبانو ضد عملیاتو کې ۱۲ یاغیان وژلي دي.
پوځ ویلي چې پرون د جمعې په ورځ د امنیتي قواوو او یاغیانو ترمینځ د مکین ښارګوټي د نیولو په خاطر نښتې وشوې. مکین د پاکستاني طالبانو یو مهم مرکز بلل شوی دی.
دغه راز پوځ دا هم ویلي چې پاکستاني قواوو د یاغیانو سره جګړې کړي ترڅو د سره روغې سیمې کنټرول وساتي. دغه سیمه هم د طالبانو یو مهم مرکز دی.
په دغو عملیاتو کې پنځه پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.
په قبایلي سیمو کې د یاغیانو پرضد د پاکستان د پوځ د تعرضي حملو تلفات نه شي تایېدېدای ځکه پوځ خبریالانو او مرسته رسولو کارکونکو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړې سیمې ته ورشي.
پولیس وايي چې په نورو نښتو کې نن د شنبې په ورځ دوې ښځېنه ښوونکې هغه وخت ټپي شوې چې د کوټي په ښار کې یې ښوونځي ته لاسي بم وروغورځول شو.