د لاس رسي وړ اتصالات

د برلین د دیوال د نړیدو ٢٠مه کلیزه


د جرمنی مرکز برلین د دوشنبی په ورځ چې د نومبر نهمه کیږی او د برلین د دیوال د نړیدو شلمه کلیزه ده زیات ترتیبات نیولی دي.

د برلین دیوال ښار او ټول جرمني د ساړه جنگ په وخت کی درې لسیزی سره جلا کړی و.

د برنډسبرگ دروازه دیوه تعمیراتی سیمې په توگه ښکاری نه د یوه تاریخي ځای په توگه.

دا کار ښه دلایل لری. اوس د برلین د دیوال د نړیدو شلمه کلیزه لمانځل کیږی.

هلته د مخورو له پاره څوکۍ ایښودل شوی چې یو شمیر مراسمو کې برخه اخلی. په دې مراسمو کې به په ازاده هوا کې کنسرتونه ورکول کیږی، هلته به نندارتونونه وی او اورلوبی هم کیږی.

د برنډسبرگ د دروازې مخې ته دپارلمان پورې مستطیل شکله کټاره جوړیږی چې دوه نیم متره اوږدوالی به لری.

مورټز وان ډولمن دهغه شرکت مشر دی چې دغه مراسم تنظیموی وايي:

» ددې له پاره چې د پخوانی ختیز جرمنی خلک له سوله ایز انقلاب سره په دې کاریریالی شول او مخ کې له هغه پولنډ او هنگری خلک پخوا د منځنی اروپا هیوادونه وه نو ځکه مونږ د مستطیل په شکل دا کټاره جوړه کړه »

د مراسمو چوړونکی واېی چې دوی فکر کوی چې ددوشنبې په مراسمو کې به سل زره خلک گډون وکړی.

د نړئ د یو شمیر مشرانو په گډون سره به هم عادی خلکو ته د کتلو موقع برابره وی ځکه چې په ځینو برخو کې اوس هم د برلین دیوال لا ولاړ دی. مورټز وان ډولمین داسې واېی:

«داکثرو خلکو له پاره د ١٩٨٩ کال دنومبر نهمه د امید یوه نیټه ده . دا د ازادی تاریخ دی نو ځکه یا دیوه سمبول حیثیت لری.»

تخمین دری لسیزی د برلین دیوال د ښار په منځ کې تیر شو او هیواد ېی په ختیځ او لویدیز باندېوویشه. دا ورځ ځکه مهمه ده چې شل کاله دمخه جرمنی سره یو موټی شو.

دا د راتلونکو نسلونو ه پاره یو درس دی چې په دنیا کې داسې دیوالونه شته چې باید ونړول شی.

XS
SM
MD
LG