د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان له  یو اوږد ځنډ نه وروسته د انتخاباتو قانون تصویب کړ


د عراق پارلمان له یو اوږد ځنډ نه وروسته د انتخاباتو قانون تصویب کړ. تمه کیږي چې په عراق کې به ملي انتخابات د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې وشي.

د عراق د انتخاباتو د کمیسون مشر فرج الحیدري نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د عراق د جمهوري ریاست شورا باید د انتخاباتو لپاره وړاندیز شوې نیټه منظوره کاندي.

د عراق د انتخاباتو یوه چارواکي وړاندیز کړیدي چې د هیواد پارلماني انتخابات باید د جنورۍ د میاشتې په 21 مه تر سره شي. هغه وایي چې دا انتخابات باید د اصلي مهال ویش نه پنځه ورځې نور هم وځنډول شي.

پرون د یکشنبې په ورځ د عراق د پارلمان د 141 غړو څخه 195 غړي حاضر و او دغه قانون یې تصویب کړ. د عراق د پالمان غړو هغه مهمه ستونزه هم حل کړه چې د عراق په شمال کې پروت د کرکوک په ښار کې به څنګه وکولی شي چې انتخابات ترسره شي. د کرکوک په ښار کې مختلف قومونه ژوند کوي او د تیلو د زیرمو له پلوه هم یو غني ښار دی.

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما د عراق د پارلمان دغه کار ته هرکلی ووایه او هغه یې په عراق کې د دایمي سولې په راوستلو کې یو ستر او مهم ګام وباله. جمهور رییس اوباما زیاته کړه چې پدې کار سره به اوس دیته زمینه مساعده شي چې د امریکا محاربوي عسکر به هم په ترتیب سره د راتلونکي میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د عراق نه واوځي.

په عراق کې راتلونکي ملي انتخابات د هغه هیواد لپاره یو ستر ازمایښت دی. ځکه چې د امریکا د عسکرو تر وتو وروسته عراق خپلې امنیتي چارې پخپل لاس کې اخلي.

XS
SM
MD
LG