د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي


ناټو وایي چې د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د افغان او نړیوالو قواوو په ګډو عملیاتو کې ١٣٠ تنه یاغیان وژل شویدي چې د طالبانو ٨ تنه مشران هم پکې شامل دي.

نن د دوشنبې په ورځ ناټو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نړیوالو قواوو تیره اوونۍ دغه عملیات د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې ترسره کړیدي. د دغو عملیاتو هدف د یاغیانو د فعالیتونو او د وسلو د قاچاقو مخه نیول دي.

ناټو همدارنګه ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې ٧٠٠ تنه افغان امنیتي قواوو او ٥٠ تنه د ناټو عسکرو برخه اخیستې وه. د عملیاتو په نتیجه کې په سیمه کې د طالبانو لخوا د نومول شوي والي مرکزونه هم له منځه وړلي دي.

ناټو پخپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې پدغه عملیاتو کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ هیڅ عامو خلکو او دوستو قواوو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.

پدې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د یاغیانو فعالیتونه یو څه زیات شویدي.

XS
SM
MD
LG