د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د سولی خبرې دې سمدستي پیل شي


داسرائیلو صدراعظم بنجامن نیتیانیاهو داسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ دسولی دخبرو په سمدستی شروع کیدو باندی ټینگاروکړ. ښاغلی نیتیانیاهو دجمهوررئیس بارک اوباما سره دخبرو نه څوساعته دمخه ، دشمالی امریکا دیهودو دمشرانو سره خبری کړی وی.

صدراعظم نیتیانیاهو دفلسطینیانوسره دسولی دمستقیمو خبرو دبیا شروع کیدو په باره کې بی صبری څرگنده کړه چې له ځنډیدونه ئې تقریبآ یوکال تیرشویدی. نیتیانیاهو وايي:

"زه پدی عقیده یم چې وخت باید ضایع نشی. موږته پکار ده چې دعاجل هدف په احساس سره په مخ حرکت وکړو. مگر ددی لپاره چې دسولی موافقه مو کړی وی نو موږ ته ضرورده چې دسولې دموافقی په باره کې خبری وکړو . او پدی مهم وخت کې موږ دخبرو لپاره خبری بندی کړیدی. راځی چې دغه خبری پیل کړو . راځی چې حرکت وکړو".

دفلسطین جمهوررئیس محمود عباس داسرائیلو سره دخبرو دشروع کیدولپاره لومړی شرط دا ایښی دی چې داردن دسیند په لویدیځه غاړه کې دی دناقیلو یهودانو دکورونو جوړول بندشی. داوباما حکومت هم له اسرائیلونه غوښتی دی چې دکورونوجوړول دی بند کړی.

ښاغلې نیتیانیاهو د کورونو دجوړولو قطعی بندیزردکړمگر دځینو قیوداتوملاتړئې وکړ. ښاغلئ نیتیانیاهو وايي:

"داسرائیلو هیڅ حکومت دسولی دخبرو دشروع کیدو دکوښښونو دیوې برخې په حیث دکورونودجوړولو له فعالیتونونه ځان ندی ژغوری لکه اوسنی حکومت چې دغه کار وکړ. ځکه نو زه نن ورځ دفلسطینیانو مشر محمود عباس ته دا خبره کوم چې راځی چې ددغې تاریخی شیبی نه کارواخلو ، یوې تاریخی موافقی ته سره ورسیږو" .

صدراعظم نیتیانیاهو دشمالی امریکادیهودو دفدراسیونونو کلنی کانوینسیون ته چې داسرائیلو یوه طرفداره غونډه وه، خبری وکړی. سره لدی چې یو پوښتونکی چې پرله پسی پوښتنی ئې کولی، په لومړی سرکې دهغه خبری دیولنډ وخت لپاره گډی وډی کړی او له گڼې گوڼی ورباندی ناری ووهل شوی چې غلې شه .

نیتیانیاهو داسرائیلو نه دفاع وکړه چې له خپل ځان نه ددفاع کولو حق لری. هغه دایران په اتمی پروگرام انتقاد وکړچې داسرائیلو امنیت او همدغه راز بین المللی ټولنې ته خطر دی. ښاغلئ نیتیانیاهو وايي:

"دایران رژیم خپل خلک ویروی ، دتروریزم ملاتړکوی او ترورستان صادروی او په ښکاره دا خبره کوی چې اسرائیل دنړۍ له نقشی نه لیری کوی. تاسی اوس تصور کولی شی چې دغه رژیم به څومره خطرناک وی چې که اتمی بم جوړکړی. دبین المللی ټولنې با مسؤله غړوته پکار ده چې سره متحد شی چې دټولی نړۍ سولې ته ددغه جدی گواښ مخه ونیسی".

تهران پدی خبره ټینگار کوی چې اتمی پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

دجمهوررئیس اوباماسره دخصوصی غونډی نه دمخه داسرائیلو صدراعظم دغه خبری وکړی ، توقع ده چې دغه دواړه مشران دمنځنې ختیځ دسولی دخبرو او همدغه راز دایران داتمی پروگرام په باره کې خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG