د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له افغانستان سره ٥ ملیارد ډالره مرسته کوي


د جاپان حکومت وعده وکړله چی پنځه ملیارده ډالره مرسته به له افغانستان سره په راتلونکیو پنځوکلونو کی ددی لپاره وکړی چی ددی جنگ ځپلی هیواد د بیارغونی کارونه پرمخ ولاړشی.

د جاپان مطبوعاتو دسه شنبی په ورځ باندی دخارجه وزارت د چارواکیو له قوله وویل چی دا پیسی به د ماموریت لپاره د طالبانو د پخوانیو غړیو د روزلو او دپولیسو د پیاوړتیا لپاره ولگول شی.

جاپان اوس دهند په سمندر کی ددوه بیړیو پالنه کوی چی نورو ته تیل برابروی او دهغو نړیوالو هلو ځلو سره مرسته کوی چی په افغانستان کیږی.

خو د جاپان نوی حکومت چی د صدر اعظم یوکیو هاتویاما له خوانه د سپتمبر په میاشت کی جوړ شویدی وایی چی دوی به اجازه ورکړی چی ددی ماموریت د جنوری په میاشت کی پایته ورسیږی.

ددوشنبی په ورځ ناټو وویل چی دافغانستان اونړیوالو قواو له ١٣٠ نه زیات یاغیان وژلی دی په دی کی د طالبانو ٨ تنه مشران هم شامل دی. دا تهاجمی برید دافغانستان په یوه شمالی ولایت کندز کی شوی و.

دناټو قواوی وایی چی دوی د کندز ولایت د چاردری په اولسوالی کی ددی لپاره عملیات وکړل چی دیاغیانو فعالیتونه په ټپه ودروی او دوسلو قاچاق کول بند کړی. دناټو خبرلیک وایی چی دیو ی اونۍ په دغو اوږدو تهاجمی عملیاتوکی نظامی تلفات او یا ملکی تلفات ندی اووښتی.

دکندهار په ولایت کی د طالبانو ٣٥٠ بندیانو د لوږی اعتصاب کړیدی چی د محبس په خرابه خوړو، اوبو او صحی شرایطؤ باندی اعتراض وکړی. ځایی چارواکی دا نیت لری چی د محبس دکتنی لپاره ولاړشی او دا معلومه کړی چی بندیانو په څه باندی دلوږی اعتصاب کړیدی.

XS
SM
MD
LG