د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما آسیا ته سفر کوي


دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی دی به د بشری حقوقو په مسله د چین له صدراعظم هوجنتاو سره د خپل ملاقات په وخت کی خبری وکړی.

ښاغلی اوباما وویل چی ده په تیروملاقاتونو کی هم د بشری حقوقو دمسلی یادونه کړی وه او په دی مجلس کی به یی له چینایی مشرانو سره بیا وکړی. ښاغلی اوباما ددی میاشتی په اخر کی اسیا ته سفر کوی.

په هغه مرکه کی چی هغه ددوشنبی په ورځ له رویټر خبری اژانس سره وکړله ، جمهوررئیس وویل دی پلان لری چی یوشمیر مسایلو باندی له ښاغلی هوجنتاو سره په خپل ملاقات کی خبری وکړی.

اوباما وویل چی دده وینا به په بشپړه توگه د بشری حقوقو سره د ده د تعهد لرلوڅرگندونه وکړی.

نقادانو پرهغه انتقاد کړی چی دهغه اداره په دی برخه کی په کافی اندازه اقدامات نه کوی چی په چین باندی د بشری حقوقو په څیر سختو مسایلو کی فشار واچوی.

ښاغلی اوباما وایی چی د اوبو اوهواد بدلون مسله او تجارت دهغه په اجنډا کی ترټولو مخکی دی. ښاغلی اوباما به پیکنگ ته د نومبر له ١٥ می نه تر ١٨ می پوری سفر وکړی.

ښاغلی اوبا ما خپل اسیایی سفر جاپان ته په دوه ورځنی سفر د جمعی په ورځ پیل کوی. د شنبی په ورځ هغه سنگاپور ته ځی چی داسیا پاسیفیک د ٢١ هیوادونو دهمکاری په مجلس کی برخه واخلی. په راتلونکی اونی کی به هغه دخپل سفر وروستی دوه ورځی په جنوبی کوریا کی تیری کړی.

XS
SM
MD
LG