ناتو نن اعلان وکړ چې د خپلو دوو ورکو شوو عسکرو د جملی نه یي د یوه عسکر مړی موندلی دی چې تیره هفته په بادغیس کې لادرکه شوی ؤ. ناتو وایي چې افغان او د نړیوالو قواو عسکر اوس په دوهم عسکر پسې گرځي چې مړی یې راپیدا کړي.
د ناتو یوه اعلامیه چې نن خپره شوه وايي دغه دواړه عسکر د نومبر په څلورمه د باغیس په یوه لیرې پرته سیمه کې چې د ترکمنستان سره هم سرحدې ده ورک شول.
د باغېس ولایت د امنیې د قوماندان مرستیال عبدالجبار وویل چې دواړه عسکر هغه وخت اوبو یووړل چې د ناتو د اکمالاتو دوه بکسونه یې د سیند نه رایستل.
ددغو عسکرو پسې د لټون په دوران کې تیره هفته پنځه ویشت افغان او خارجي عسکر هم مړه او یا زخمیان شوي وو.
د ناتو اعلامیه وايي مفتشان غواړي معلومه کړي چې ایا دغه پنځه ویشت کسان د ناتو په هوايي حمله کی وژل شوي دي او که نه.
د ناتو یوې نظامي ویاندې کیپټن جین کیمپ بیل ویلي چې مونږ د عملیاتو په وخت ددغو پوځیانو په مړینه او زخمي کیدلو باندې تاسف کوو.
له بلې خوا د حکومت ماموران وايي چې د زابل ولایت د شاه کوټ په ولسوالۍ کې نن یوه سړي په یوه ځان وژونکي حمله کې چې د ناتو د قواو د یوې پوستې سره یې نژدې وکړه دوه ملکي خلک ووژل.