د لاس رسي وړ اتصالات

"افغانستان ته د ٣٠ زره عسکر په لیږلو جوړه شوې"


دنیویارک ټایمز ورځپانی د چارشنبی په ورځ لیکلی دی چی د جمهوررئیس اوباما دری تنه غټ او نیژدی سلاکاران په دی خبره سره راټول شویدی چی افغانستان ته ٣٠ زره نور عسکر ولیږی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس، د سمندری قواو ستر جنرال او دلویودرستیزانو دکومیټی رئییسمایک ملین او دامریکا خارجه وزیره هیلری روډم کلنټن په هغه وړاندیز باندی سره راټول شویدی چی وایی افغانستان ته ٣٠ زره نور عسکر، دامریکاپرهغو عسکرو سر بیره چی اوس هلته پراته دی ور ولیږی.

خو دامریکا جمهوررئیس براک اوباما په هغو ځوابونوباندی راضی او قانع ندی چی هغه ته په دی برخه کی ورکړل شویدی چید افغانستان او پاکستان حکومتونه به په څومره قوت او ټینگوالی، د نوی ستراتیژی پهعملی کولو کی مرسته وکړی.

نیویارک ټایمز لیکی چی اوباما په څلورو وروستیو وړاندیزونو باندی د چارشنبی په ورځ دخپل ملی امنیت له ډلی سرهغور کوی. دهغه د مطبوعاتو سکرتر رابرت گبز خبریالانو ته ددی خبری معلومات ورکړی. په دغو څلورو وړاندیزونو کی د عسکرو د مختلف شمیر په باب خبری شویدی.

نورو چارواکیو وویل چی په هر پیشنهاد کی د تازهعسکرو شمیر مختلف ښودل شویدی خو له یوه سره مختلف اهداف هم تشریح شویدی. په دی کی داهم ویل شویدی چی دا عسکر باید په افغانستان کی څومره برخه کنترول کاندی. په دی کی د وخت په لحاظ مختلف مهال ویشونه، دافغانستان د عسکرو د روزنی په برخه کیتوقعات ذکر شویدی.

نیویارک ټایمز لیکی چی په دغو څلورووړاندیزونو کی دری،دعسکرو د زیاتوالی خاصی اوټاکل شوی اندازی ذکر کوی. په دی کی ترټول کمه اندازه عسکر د ٢٠ زرو او ٢٥ زرو ترمنځ اټکل شویدی. دعسکرو دزیاتولو مځنی لاره کی د ٣٠ زرو نور و عسکرو د لیږلو وړاندیز شویدی. بل وړاندیز د جنرال مکریستل غوښتنه تائیدوی چی تقریبا ۴٠ زره نور عسکر افغانستان ته ور ولیږل شی. داوباما داداری چارواکی وایی چی څلورم پیشنهاد په دی وروسیتو ورځو کی پکی زیات شویدی. خو هغوی له دینه انکا روکړ چی په دغه پیشنهاد کی څومره عسکر غوښتل شویدی.

نیویارک ټایمز لیکی دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټس د امریکا د پخوانی جمهوررئیس جورج بش دوخت راهیسی ددفاع وزیر دی او براک اوباما هغه ډیر زیات احترام لری. توقع ده چی دهغه نظریات به د جمهوررئیس اوباما په فیصله کی ډیر مرکزی اهمیت ولری. نیویارک ټایمز لیکی چی جمهوررئیس اوباما تراوسه پوری په دی برخه کیخپله فیصله نده کړی. په نورو جگپوړه سلاکارانوکی دهغه مرستیالجوزیف بایډن اودسپینی ماڼیاداری رئیسرام امانویل د زیاتو عسکرو د لیږلو د ارزښت په برخهکی شکمن ښکاری.

نیویارک ټایمز لیکی چی په دغه مجالسو کی یوشمیر چارواکیو د ښاغلی کرزی په برخه کی چیددویم ځل لپاره دافغانستان جمهوررئیس سو، ژور ملاحظات وړاندی کړیدی. هغوی وایی چی ددی هیڅ شواهد نشته چی ښاغلی کرزی به خپلی وعدی پوره کاندی او داداری فساد او مخدره موادو د قاچاقد له منځه وړلو خلاف به سخت اقدامات وکړی او یا داچی دده حکومت ددی قابلیت لری چیدومره کافی شمیر اعتبار ی عسکر او پولیس وروزی چی ښاغلی اوباما ورته دخروج لپارهداعتبار وړ ستراتیژی ووایی.

که څه هم براک اوباما په دی کی هیڅ شک نلری چی دامریکا غټ شمیر عسکر په خپله په افغانستان کی څومره کارونه سرته رسولی شی. هغه څو څو ځلی دا پوښتنه په مجالسو کی وکړله چی دامریکا د عسکرو غټ شمیر دا ضرورت له منځه وړلی شی او که نه چی دافغان قواو لپاره عاجل تیاری کم کړی؛ دافغانستان قواوی اوس د روزنی په حال کی دی چی په خپله په پښو ودریږی او دخپل هیواد امنیت وساتی. یوه چارواکی وویل چی ښاغلی اوباما په دی باندی قانع ندی چی د بغاوت ضد داسیستراتیژی ته دوام ورکول کیدلی شی چی په پاکیڅوک نه وی چی هغه ته وسپارل شی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما په دی برخه کی هم ورتهاندیښنه څرگنده کړه چی ایا پاکستان دیته لیوال دی چی د طالبانو په مشرانو باندیباندی چی د کویټی له ښارنه بهر عملیات کوی، حمله وکړی او که نه. هغوی دداسی قواو قوماندانی کوی چی له سرحد نه اخوا په افغانستان کی حملی کوی. په داسی حال کی چی پاکستان په دی نیژدی اونیو کی دطالبانو دیوشمیر ډلو خلاف نظامی عملیات کړیدی. خوهغوی په هغو طالبانو باندی تمرکز کړیدی چی د پاکستان د حکومت خلاف عملیات کوی، دهغو طالبانو خلاف عملیات نه کوی چی په افغانستان کی وسله وال عملیات کوی.

XS
SM
MD
LG