د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د تجربه کارو پوځیانو ملی ورځ


د امریکا جمهور ریس بارک اوباما نن د پخوانیو عسکرو دورځی دلمانځلو په مناسبت د واشنگټن د ارلینگټن په ملی هدیره کی د عسکرو په قبرونو باندی دگلانو گیډئ کیښودې.

اوباما او میرمن میشل اوباما په سپینه ماڼئ کی د یو شمیر سابقه دارو پوځیانو په ویاړ د سهار د چای سکلو میلمستیا جوړه کړې وه.

ددی نه علاوه نن په امریکا او دنړئ په یو شمیر نورو هیوادونو کی دلومړي نړیوال جنگ دپای ته رسولو لپاره داوربند 91- مه کلیزه هم لمانځل کیږی. دغه اوربند دلومړي نړیوال جنگ په پای کی رسما دنوامبر په یولسمه نیټه چه دکال یولسمه میاشت ده دورځی په یولس بجو نافذ شو چه په اروپا کی د متارکی دیادگار دورځی په نامه یادیږی. نن یی یو نوي کاله پوره شول.

په لندن کی دملکی الیزابت دویسټمینسټرابی، په هدیره کی ددی ورځی دلمانځلو په خاصو په مراسمو کی برخه واخیستله او دانگلستان هغو عسکرو ته یی د احترام مراتب وړاندی کړل چه په لومړي نړیوال جنگ کی وژل شوی وؤ. خلک د دوو دقیقو لپاره چپ پاتی شول.

دلومړي نړیوال جنگ دزمانی نه اوس صرف یو عسکر ژوندی دی چه کلاډ چولس نومیږی او اوس په استرالیا کی ژوند کوی.نوموړی یو سلو اته کاله عمر لری. دهغه دوهم ملگری هری پاچ سږکال مړ شو. دغه سړی اوس په استرالیا کی اوسیږی.

د فرانسی جمهور ریس نیکولس سارکوزي او دالمان صدراعظمی انگلا مرکل هم نن دنامعلومو عسکرو په قبرونو باندی دگلانو گیډئ کیښودلی. انگلا مرکل دالمان لومړئ مشره ده چه په فراسی کی په دغو مراسمو کی برخه اخلی.

امریکا، فرانسی او انگلستان چه دمتحدینو په نامه یادیدل په لومړي نړیوال جنگ کی یی نازی المان ته ماتی ورکړه خو ددغه تباه کوونکی جنگ په پای کی اروپا هم تقریبا تباه شوی وه.

XS
SM
MD
LG