د لاس رسي وړ اتصالات

مدویدوف: د روسیې اقتصاد باید عصري شي


د روسیې جمهور رئیس دیمیتري مدویدیف وايي چې په کار ده ددغه ملک اقتصاد عصري او په کښي نوښتونه راشي چې د نړیوال اقتصادي بحران د تاثیراتو په مقابل کې مقاومت وکړي.

ښاغلي میدویدیف چې په کریملین کې خپل د کلنیزې وینا په ترڅ کې خبري کولې وېویل چې روسیه نور نشي کولای چې د پخوا پر لاسته راوړنو باندې تکیه وکړي.

هغه پر روسې غږ وکړ چې هڅه دي وکړي چې د تیلو او ګازو د تکیه پرځای یو عصري او په ټکنالوژۍ سبمال اقتصاد رامینځ ته کړي.

جمهور ریس مېدویدیف زیاته کړه چې په نړۍ کې اقتصادي رکوت د زیات شمیر نورو هیوادونو په مقایسه پر روسیې باندې ډیر تاثیر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د غټو شرکتونو مشکلات به تر ابده پوري د حکومت دخوا حل نشي هغه وویل چې دغو شرکتونو ته په کار ده چې ډیر موثرتیا وښيي او په مستقله توګه فعالیت وکړي.

دغه راز ښاغلي میدوېدیف د دې وړاندیز هم وکړ چې د روسیې د بیلابیلو سیمو وختونه دي راکم شي او د وېزې د ورکولو لړۍ دې آسانه شي ترڅو خارجي متخصیصن وشي کولای دغه ملک ته په آسانۍ سره ورشي.

دغه راز ښاغلي مېدوېدیف داهم وویل چې د انتخاباتو پروسه دي هم آسانه شي او د امضا ټولو شرط دي لېري شي.

XS
SM
MD
LG