د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کی د ایران د یوه مرکز او ۴ مسجدونو د نیولو اقدام شوی


د امریکا د فیډرالي حکومت چارواکو په امریکا کی دننه د څلورو مسجدونواو په نیویارک کی د یوې جگی ودانۍ د نیولو اقدامات کړي دي. دوی وایی چی د هغو مالک یوه اسلامی مؤسسه ده چی د ایران د حکومت سره اړیکي لری.

څارنوالانو پرون د پنجشنبې په ورځ په دې باب یوه دوسیه ترتیب کړې او په هغې کی یې غوښتي دي چی د (علوی د مؤسسې) ودانۍ او مال او شتمنی دی ضبط او د هغو قیمت دی ورکړه سی. په دغي مؤسسې باندی دا شک دی چی د یوې کمپنۍ له لاری چی (عصا) نومیږي په ملیونو ډالره د ایران بانک ملي ته لیږي.

د امریکا د خزانې وزارت دایران په دغه بانک باندی دا تور لگوی چی د ایران د ذروی پروگرام ملاتړ کوي... او د امریکا اتباع یې د هغه سره د معاملاتو نه منع کړي دي.

څارنوالان په دې لټه کی دي چی ددغو کمپنیو مال او شتمنی او همداراز په نیویارک، میریلینډ، ټیکساس او کلیفورنیا کی اسلامی مرکزونه او همداراز په ویرجینیا کی ځمکه او د نیویارک په منهاتن کی یوه ٣٦ پوړیزه ودانۍ ضبط کړی.

د فیډرال پولیسو له خوا د مسجدونو او د عبادت کولو د ځایونو نیول په امریکا کی تراوسه پوری دومره عام کار نه و.

XS
SM
MD
LG