د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو  په دوه قبایلی مشرانو حملی کړی ،یو یی وژلی دی


یاغیانو د پاکستان کی په شمال ختیځ کی د حکومتی طرفدارو دوو مشرانو په کورونو حمله کړی او داسی ښکاری چی د طالبانو په مرکزونو باندی د حکومت د حملو د غچ اخیستو په خاطر یی یو د هغو نه وژلی دی.

پاکستانی پولیس وایی چی وسله والو کسانو نن په باجوړ کی قومی مشر ملک شیرزمان په خپل کور کی ویشتلی او وژلی دی او د کور تعمیر یی نړولی دی.

پولیس وایی چی په یوه بله حمله کی یاغیانو پیښور ته نژدی د یوه کلی د ملک په کور حمله کړی ده.

ځینو حمله کونکو د ښځو چادرگانی په سر کړی وی.

پولیس وایی چی محافظینو د دغو یاغیانو سره چی چادری گانی ی یی په سر وی ، جنگ وکړ او دری تنه یی ووژل او نور یی وتښتیدل.

خپله ملک د دی حملی نه روغ رمټ بچ شوی دی.

هغه د پاکستان د حکوت په طرفداری محلی ملیشی جوړی کړی وی تر څو د طالبانو سره وجنگیږی.

یاغیانو په دی تیرو څو اونیو کی په یو لړ حملو کی تقریبآ ٣٠٠ تنه وژلی دی.

هغوی وایی چی غواړی په جنوبی وزیرستان کی د طآلبانو په مرکزونو باندی د حکومت د عملیاتو غچ واخلی.

XS
SM
MD
LG