د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگې چاودنی په صوبه سرحد کې څلور تنه وژلی دی


پاکستاني پولیس وایي یوه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو مواد ونه خپل ډک موټر د پاکستان په صوبه سرحد کې د پولیسو یو مرکز ته نږدې الوزولی دی، او لږ تر لږه 4 کسان یې وژلي دي او د 25 نه زیات یې ټپیان کړیدي.

چارواکو ویلي دي چې په تیرې یوه اونۍ کې دا 7 مه حمله وه چې د پیښور ښار په اړوندو سیمو کې کې وشوه. د دوشنبې د ورځې په برید کې د پولیسو یو مرکز، یو مسجد او شاوخوا ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی.

وروسته تر دې چې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د طالبانو په وړاندې پراخه عملیات پیل کړل ، د پيښور په سیمه کې یو شمیر بریدونه شویدي چې په سلګونو تنه پکې ووژل شول.

جګړه مارو ډلو ویلي دي چې هغوي به د پاکستان د حکومت نه د هغو حملو غچ اخلي چې د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې یې پیل کړیدي.

پرون د یکشنبې په ورځ یاغیانو د دولت د دوه و پلویانو په کورونو باندې برید وکړ او یو تن یې ترینه وواژه.پولیسو وویل وسله والو کسانو هڅه کوله چې د پیښور په ښار کې د یوه سیمه ایز ناظم کور ته ځان ورلنډ کاندي. پدغې نښته کې درې تنه برید کوونکي ووژل شول خو سیمه ایز ناظم ته کوم زیان ونه رسیده.

همدارنګه ځایي پولیسو ویلي دي چې پرون د یکشنبې په ورځ وسله والو کسانو د باجوړ په قبایلي سیمه کې د طالبانو ضد د یو قومي مشر ملک شیر زمان په کور باندې برید کړی او هغه یې پخپل کور کې وژلی دی.

له بلې خوا بیا پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د تیرې شنبې ورځې په ځانمرګي برید کې چې په پیښور کې وشوه، د وژل شویو کسانو شمیر 13 تنو ته لوړ شویدی. ځایي چارواکو ویلي دي چې پدغه برید کې لږ تر لږه 25 تنه نور ټپیان شوي هم و. همدارنګه د پاکستان پوځ ویلي دي چې د شنبې ورځې راپدیخوا یې په جنوبي وزیرستان کې 5 تنه یاغیان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG