د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد :نور فشار به مو نور هم قوی کړی


د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد خبرداری ورکړی چې د غربي هیوادونو لخوا په ایران باندې د هغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه فشارونه به ایران نور هم قوي کاندي.

د ایران د زده کوونکو خبري اژانس (اسنا) نن د دوشنبې په ورځ د ښاغلي احمدي نژاد له قوله لیکلي دي چې د ایران د اتومي وسلې حق لرلو موضوع د مذاکراتو وړ نده. او زیاته کړې یې ده چې د ایران سره په اتومي چارو کې همکاري د غربي هیوادونو په ګټه ده.

هغه همدارنګه ویلي دي چې ایران به خپل اتومي فعالیتونه د ملګري ملتونو د اتومي ادارې د چوکاټ سره سم پر مخ بیایي.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د ایران لپاره هغه وخت مخ پر ختمیدو دی چې باید د ملګرو ملتونو په ملاتړ پلان ومني چې له مخې به یې ایران په ټیټه کچه غني شوي یورانیم نورو هیوادونو ته د لاغني کیدو لپاره استوي.

د پلان له مخې به ایران یوارنیم روسیې ته د لاغني کیدو لپاره استوي. همدارنګه د دوشنبې په ورځ وویل شو هغه جنجالي اتومي بټۍ چې د ایران په جنوبي ښار بوشیر کې جوړیږي، په روان کال کې به فعاله نشي. تمه کیده چې دغې بټۍ به د پلان سره سم سږ کال خپل کار پیل کړی و.

د روسیې خبري اژانس د روسیې د انرژۍ د وزیر له قوله وایي چې پدې اړه زیات پرمختګ شویدی او دا به د ایران لومړۍ اتومي بټې وي. خو د کار د پیل په اړه یې څه ندي ویلي.

د دغې اعلان نه یوه ورځ وړاندې د روسیې جمهور رییس دمیترې میدویدوف ویلي و چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د سولې د خبرو سره مسکو په بشپړه توګه خوښ ندی.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د ادارې مشر د ایران د اتومي پروګرام په اړه په وړاندي شوي پلان کې د ښکیلو ډلو، ایران ، امریکا ، روسیې او فرانسې نه غوښتلي دي تر څو د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې تر 23 پورې خپل ځواب ووایي خو ایران تر دې دمه په رسمي ډول خپل ځواب ندی ویلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوا درې ځله په ایران باندې پدې خاطر بندیزونه لګولي دي چې د یورانیمو د غني کولو کار یې نه بنداوه

XS
SM
MD
LG