د لاس رسي وړ اتصالات

د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو


د پاکستان په جنوب لویدیځه برخه کې یو بم چې پر یوه ولاړ موټر سایکل تړل شوی و، د سه شنبی په ورځ د کوټې په ښار کی وچاود. یو تن یی وواژه او شپږ تنه یې زخمی کړل.

تر اوسه پورې هیچا ددی چاودنی مسوولیت ندی قبول کړی.

د دوشنبې په ورځ یوه ځان مرگه شپږ کسان هغه وخت ووژل چی خپل ځان یې له خپل موټر سره چې له چاودونکیو موادو ډک وو، د پاکستان په صوبه سرحد کې والوزاوه.

ځایي چارواکي وایي چې پیښور ښار ته نیژدی په دغه پرونۍ چاودنه کې تر ٢٥ نه زیات کسان زخمی شول. یو څو ودانیو ته سخت زیان اووښتی دی، په دی کې یو جومات او د پولیسو یوه تاڼه هم شامله ده.

د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري او صدر اعظم یوسف رضا گیلاني او نورو چارواکیو دا حمله غندلې ده. هغوی وویل چې دغه راز بزدلانه عمل به د ترهگرئ خلاف د دوی اراده کمزورې نکړي.

همدارنگه ددوشنبی په ورځ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل چی پاکستان به په خپله دافیصله وکړی چی له جگړه مارانو سره څنگه وجنگیږی. هغه د امریکا د جمهوررئیس براک اوباما ددی خبری په مقابل کی عکس العمل څرگنداوه چی ښاغلي زرداري ته یی ویلي وو چې اسلام آباد دې ته وهڅوي چی د ترهگرانو په مقابل کی نور اقدامات هم وکړی.

خارجه وزیر قریشی زیاته کړه چی نړیواله ټولنه د پاکستان په هغو قربانیو باندې اعتراف کوی چې د اسلامي افراطیانو په خلاف مبارزه کې یې ورکړي دي.

د نیویارک ټایمز یوه مقاله لیکي چې د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیمز جونز د براک اوباما یو لیک ښاغلي زرداري ته ورکړ.

د نیویارک ټایمز مقاله لیکي چې په دغه لیک کې جمهوررئیس براک اوباما خپل انډول ښاغلی زرداري دې ته هڅولی دی چې د افراطیت خلاف مبارزه کې سیاسي او امنیتي موسسې له ځان سره ملگري کړي.

د پاکستان پوځ د طالبانو خلاف تهاجمی عملیات د وزیرستان په قبیلوي سیمه کې پیل کړیدی.

جگړه ماران وایي چې دا وروستۍ حملی پر وزیرستان باندی دتهاجمی علمیاتو په مقابل کی د انتقام اخیستلو په خاطر کیږی.

XS
SM
MD
LG