د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن کابل ته ورسیده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن کابل ته رسیدلې ده چې د جمهور رئیس حامد کرزي د نوي حکومت د افتتاح په مراسمو کې برخه واخلي.

میرمن کلینټن د هغو سلگونو نړیوالو عالي رتبه مشرانو په کتار کې ده چې سبا د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې د افغانستان د نوي حکومت د پیلیدلو په مراسمو کې برخه اخلي.

د امنیتي دلایلو له کبله امریکا او ځینو نورو ملکونو له وړاندې نه وو ویلي چې د ارگ په ماڼۍ کې به په دغو مراسمو کې د دوی په نمایندگئ څوک گډون کوي.

امنیتي چارواکیو ویلي دي، سخت امنیتي ترتیبات یې نیولي او د ارگ ماڼۍ ته د خلکو په داخلیدلو باندې هم کلک بندیز لگول شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وايي، امریکا د افغانستان د حکومت لپاره واضح معیارونه وضعه کړي دي چې وکولای شي ددغه جنگ ځپلي هیواد امنیت ونیسي.

ښاغلي اوباما چې د چهارشنبې په ورځ یې د سي.این.این له تلویزیون سره په دې اړه خبرې کولې، ډیر تفصیلات ورنکړل خو ویې ویل چې امریکا خپله گټه په دې کې ویني چې د افغانستان ثبات په کافي اندازه خوندي وي.

ښاغلي اوباما چې د جمهور رئیس کرزي د نوي دورې د پیل یوه ورځ وړاندې یې خبرې کولې وویل چې دی د یوه فرد د موثریت او وفادارئ په اړه اندیښمن نه دی بلکه په دې اړه فکر کوي چې ټول حکومت باید موثر او د اعتماد وړ وي.

XS
SM
MD
LG