د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه


وروسته له هغه نه چې جمهور رئیس کرزي، نن خپل د لوړې په مراسمو کې د خپل حکومت اهداف او پلانونه طرح کړل، د لویدیځ مشرانو د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي نه په احتیاط سره ستاینه وکړه.

د جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې یو لړ بهرني مشرانو هم ګډون کړی و چې په کښي د برتانیې د باندنیو چارو وزیر ډیوېډ میلیبند هم شامل و.

د ښاغلي میلیبند دفتر یو بیانیه خپره کړه چې په کې راغلي چې د بریتانیې د باندیو چارو وزیر د جمهور رئیس کرزي د بیانیې نه هرکلی وکړ.

په دغه بیانیه کې کرزي هوډ وکړ چې د خپلو غلطیو نه به پند اخلي او د اداري فساد پر ضد به مبارزه کوي.

په عین حال کې د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګویدو ویسترویل وویل چې د جمهور رئیس کرزي بیانیې پر ځای تاکید درلود. هغه زیاته کړه چې هیله لري چې د جمهور ریْس دغه پرځای خبري به عملي بڼه هم ولري.

د جمهور رئیس کرزي د لوړې په دغو مراسمو کې د امریکا د باندنیو چارو وزېرې هیلري کلینټن هم ګډون کړی و. د جمهور رئیس کرزي د بیانیې مخکي میرمن کلینټن ویلي و چې د ګرزي دغه نوې دوره د افغانستان د مشرانو د پاره د یوې نوي موقعې په څیر ده چې د خپلو اتباو سره یو نوی هوډ وکړي.

XS
SM
MD
LG