د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په هغو متحدینو باندې چې غواړي د افغانستان نه د خپلو عسکرو د رایتسلو لپاره مهال ویش وټاکي، غږ کړی چې له احتیاط نه کار واخلي.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما او د برتانې صدر اعظم ګورډن براون هم له افغانستان نه د عسکرو د راایستلو د مهال ویش په اړه څرګندونې کړیدي.

د روانې اوونۍ په سر کې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما د سي.این.این ټلویزون سره په مرکه کې وویل ، د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې چې له ډیرې مودې نه ورته خلک په تمه دي، په هغه هیواد کې د جګړې د ختمولو موضوع هم شامله ده. هغه پخپله وینا کې وویل چې که چیرته امریکا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره یوه ځانګړې ستراتیژي ونلري نو امریکا به په هغه هیواد کې د څو کالونو لپاره په جګړه کې ښکیله پاتې شي. او دا کار د امریکا په ملي ګټه ندی.

یوه روځ وړاندې د برتانې صدر اعظم ګورډن بروان پداسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د بیرته واک نیولو د مخنیوي په خاطر یې د خپل هیواد په مرستو ټینګار کاوه وېې ویل چې په راتلونکي کال کې به په لندن کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي او د کنفرانس نه به وغوښتل شي تر څو پداسې یوه مهال ویش باندې کار وکړي چې له مخې به یې د امنیت مسولیت افغاني قواوو ته ورکړل شي.

"په کنفرانس کې باید په یوې داسې پروسې باندې کار وشي چې ولسوالۍ په ولسوالۍ امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل شي. او که امکان ولري نو مونږ باید د امنیت د سپارلو کار د ٢٠١٠ میلادي کال په پیل کې شروع کړو".

خو له بلې خوا بیا پرون په یوې خبري غونډې کې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس وویل چې باید د احتیاط نه کار واخیستل شي.

"زه فکر کوم ټول د دې غوښتنه لري هر څومره زر چې امکان ولري باید د امنیت مسولیت افغاني قواوو ته وسپارل شي. او دا پروسه باید زر تر زره پیل شي. خو زما په اند دا به ګټوره تمامه نشي چې افغاني قواوو ته امنیتي مسولیت پداسې حال کې وروسپارل شي چې هغوي یې د پرمخ وړلو لپاره چمتو نه وي".

ښاغلي ګیټس په ځانګړي ډول د عسکرو د رایستلو د مهال ویش سره مخالف وښود. خو زیاته یې کړه چې لږ تر لږه د دې امکان شته چې د برتانې د صدر اعظم ګورډن بروان هیلې به پوره شي او باید پدې باندې کار پیل شي چې د امنیت مسولیت افغاني قواوو ته وروسپارل شي.

"زه فکر کوم ښه به دا وي چې په افغانستان کې زمونږ قوماندانان دا پرکړه وکړي چې څه وخت به منساسبه وي تر څو ولسوالۍ په ولسوالۍ امنیتي مسولیت افغاني قواوو ته وسپارل شي او پدې باب باید مونږ کومه ځانګړې نیټه ونه ټاکو. او زه فکر کوم چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو او ولسوالیو کې به دا پروسه په ګړندۍ توګه تطبیقه شي".

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ رزموسن هم په روانه اوونۍ کې د عسکرو د راایسلو موضوع ته پخپلو خبرو کې اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې که چیرته بهرنۍ قواوې د افغانستان نه د وخت نه د مخه را واوځي نو القاعده به یو ځل بیا پدې وتوانیږي چې هغه هیواد ته ستنه شي او د هغه ځای نه خپل فعالیت پیل کړي. هغه همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د ناټو انډیوالان باید د شرایطو سره په پام کې امنیتي مسولیت افغاني قواوو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG