د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي


د کاناډا حکومت وايي چې د هغو ادعاګانو په اړه به تحقیقات پیل نکړي چې وايي قواوو یې افغان بندیان افغان محلي چاوراکو ته ورسپارلي او ورسته هغوی زورول شوي دي.

پر دوی تور دی چې برسېره په دې چې په دې پوهیدل چې محلي چارواکي یاد شوي بندیان شکنجه کوي، دوی یې ورسپارلي دي.

د کاناډا د دفاع وزیر پیتر مکې پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې برخه کې دقیق شواهد نشته او ادعاګانې د هغو طالب بندیانو د خوا شوي چې طالبانو روزلي چې درواغ ووايي.

د کاناډا د حکومت عکس العمل په داسي حال راڅرګند شو چې ددغه ملک ډیپلومات ریچارد کولوېن په پارلمان کې دغه اونۍ خبري وکړې او وېویل چې کاناډایي قواوو بندیان و افغان محلي چارواکو ته وروسپارل او وروسته هغوی شکنجه شول.

هغه وویل چې حکومت د بندیانو په اړه خبردارۍ د یوه کال نه زیاته موده د پامه وغورځاوه. دغه راز کولوېن وویل چې حکومت ورته وویل چې په دې اړه دي رپوټ نه لیکي.

د کاناډا د باندنیوچارو وزیر ښاغلي لارینس کانن وویل چې کاناډايي چارواکو د شکنجې د مسلې ادعاګانو ته په جدي سترګه کتلي او په دې اړه یې د شواهدو پر بنا عمل کړی دی.

کولوین په افغانستان کې د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۷ پوري کار کاوه چې په همدغه موده کې دغه ادعا شوي شکنجې شوي دي. هغه اوس په واشنګټن کې د کاناډا په سفارت کې د استخباراتي ارتباطي افسر په توګه کار کوي.

کاناډا په افغانستان کې ۲۸۰۰ عسکر لري چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG