د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل


افغان چارواکي وايي چې یوه ځانمرګه حمله کونکی چې پر موتړ سیکل سپور و، ځان یې د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې د فراه ولایت په ښار کې والوزاوه، ۱۶ تنه یې ووژل او په لسګونو تنه نور یې زخمیان کړل.

دغه چاودنه نن د جمعې په ورځ د فراه ولایت په مرکز کې د ګڼې ګوڼې نه په یوه ډک سیمه کې وشوه. ددغه ولایت والي خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه د ولایت مقام د ودانۍ نه ډیره لېري نه ده. هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

پولیس وايي چې د وژل شویو کسانو له جملې نه یو یې د پولیسو افسر دی او نور زیات شمیر یې ملکیان دي.

چارواکو ویلي چې د مړیو شمیر ښايي لوړ ولاړ شي ځکه د ځینو ټپي سویو کسانو حالات سم نه دی بلل سوی.

د بلي خوا پولیس وايي چې د خوست په ولایت کې د سړک غاړې د بم په چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي دي.

دغه حملې په داسي حال کې وشوې چې یو ورځ مخکي د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل د دوېمې پنځه کلنې دوره د لوړې مراسم ترسره کړل.

جمهور ریْس کرزي پر دې ټنګار وکړ چې د هغه د راتلونکي حکومت یو مهم کار به امنیت وي. هغه وویل چې هڅه به وکړي چې د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ د نړیوالو قواوو نه د امنیتي چارو مسولیت کرار کرار و افغان پوځ ته وروسپاري.

XS
SM
MD
LG