د لاس رسي وړ اتصالات

گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي


ګارډین ورځپاڼې بیا پخپله نننۍ ګڼه کې د برتانې د بهرنیو چارو د وزیر ډیوډ میلبنډ د خبرو په اړه لیکلي دي چې وایي که چیرته ناټو د افغانستان نه ووځي نو د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به په هغه هیواد کې ناکام شي.

ډیوډ میلیبنډ پخپلو خبرو کې وویل که چیرته ناټو د افغانستان نه واوځي نو د څو اوونیو په دروان کې به د افغانستان حکومت ویجاړ شي.

د ګارډن ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه وویل چې د بهرنیو قواوو د وتلو نه لږه موده وروسته به په هغه هیواد کې جګړې پیل شي او یاغیان به په افغاني قواوو باندې خپلې حملې پیل کړي او واک به تر لاسه کاندي نو یو ځل بیا به مونږ اړتیا پیدا شي چې هغه هیواد ته راشو.

ورځپاڼه وایي چې ډیوډ میلیبنډ د حکومت د مخالفو ګوندونو نه وغوښتل تر څو افغانستان ته د نورو برتانوي عسکرو د لیږلو سره دې موافقه وکړي. او ویې ویل چې دا د افغانستان او برتانې خوندیتوب ته خورا مهمه ده.

ډیوډ میلیبنډ همدارنګه زیاته کړه چې په برتانیه کې خلک دا نه غواړي چې د هغوي قواوې دې زر تر زره د افغانستان نه واوځي خو وایي چې د عسکرو مرګ ژوبلو د خلکو تر منځ اندیښنې زیاتې کړیدی.

څه موده وړاندې د برتانې صدر اعظم ګورډن بروان ویلي و چې د برتانوي عسکرو ژوند به د یوه داسې حکومت لپاره قرباني نکړي چې د فساد په وړاندې په جدي توګه مبارزه نکوي خو ډیوډ میلیبنډ وروسته تر دې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د جمهور رییس حامد کرزي د دوهم ځلي جمهوري ریاست د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ وایي چې جمهور رییس کرزي ورته ویلي دي چې د هغه نیکې هیلې او خواخوږي د برتانې خلکو ته ووایي.

XS
SM
MD
LG