د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی


د هند صدر اعظم من موهن سنګ د یوه څلور ورځني سفر لپاره امریکا ته راغلی دی. واشنګټن ته د هغه د سفر هدف د افغانستان د وضعې او د اتومي انرژۍ د همکارۍ په اړه خبرې اترې دي.

ښاغلی من موهن سنګ د تیرې یکشنبې په ورځ امریکا ته راورسید او سبا به د جمهور رییس باراک اوباما سره وګوري. تمه کیږي چې جمهور رییس باراک اوباما او صدر اعظم من موهن سنګ به د هند د هغې اندیښنې په اړه خبرې وکړي چې وایي په افغانستان کې جګړه به ګاونډی هیواد پاکستان نور هم بې ثباته کړي.

من موهن سنګ امریکا ته تر رسیدو وړاندې د CNN ټلویزون ته ویلي و دا لا معلومه نده چې پاکستان به د افغانستان په جګړه کې هماغه هدف ولري چې امریکا يي لري.

هغه همدارنګه پدې اړه اندیښه څرګنده کړه چې د پاکستان اتومي وسله به د غلطو کسانو لاسته ورشي.

تمه کیږي چې د هند صدر اعظم به د خپل سفر په دروان کې د امریکا د ځینو سوداګرو او د بهرنۍ پالسۍ د پوهانو سره هم لیده کاته وکړي.

ښاغلي سنګ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي و چې هغه به د امریکا د متحده ایالاتو مشران دیته وهڅوي چې د هند سره د غیر نظامي اتومي تکنکالوژۍ په برخه کې زیاتې همکارۍ وکړي. او همدارنګه د پاکې انرژۍ د لارو چارو په هڅو کې هم د هند سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG