د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی


د ایران نظامي چارواکو ویلي دي چې د هیواد وسله والې قواوې یې د دوهمې ورځې لپاره هم د هوایي دفاع په پراخه تمریناتو کې بوخت دي.

چارواکو ویلي دي چې د دغو تمریناتو په دوران کې د ایران د اتومي تاسیساتو د دفاع په خاطر ځینې هوایي حملې تر سره کیږي چې هدف یې د هغه هیواد د اتومي تاسیاستو خوندي ساتنه او دفاع کوونه ده.

دغه تمرینات به د ایران په 6 سوه زره کیلومتره مربع سیمه کې ترسره شي او د ایران مرکزي ، لویدېځې او جنوبي برخې به تر پوښښ لاندې راولي.

دا پنځه ورځنې تمرینات د تیرې یکشنبې په ورځ پیل شویدي. دغه تمرینات پداسې حال کې ترسره کیږي چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د نړیوالو هیوادونو اندیښنې هم زیاتې شویدي.

امریکا او اسراییلو ویلي دي چې که چیرته د ایران سره دیپلوماتیکې خبرې ناکامې شوې نو د نظامي اقداماتو نه به هم کار واخیستل شي ‎.

د ایران د سپاه انقلاب د هواي قواوو قوماندان امیر علي حاجي زاده پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې که چیرته د اسراییلو بمبارد کوونکي قواوې د ایران د هوایي دفاع سیستم نه بچ شي نو ایران به د ځمکې نه ځمکې ته فیر کیدونکي مزاییلو له لارې د اسرایلو په نظآمي اډو باندې بریدونه وکړي.


XS
SM
MD
LG