د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي


د سپینی ماڼی نطاق رابرت گبز وایی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما خپل وروستی مجلس دایر کړیدی چی د خپل ملی امنیت له ډلی سره، دافغانستان په جگړه بحث وکړی. په دی توگه به نوموړی په یو څو ورځو کی خپله نوی پالیسی دافغانستان د جگړی په باب اعلان کړی.

دسپینی مآڼی نطآق رابرت گبز، ددوشنبی په ورځ، له مجلس نه وروسته وویل چیجمهوررئیس ټول هغه معلومات لری چی دی غواړی او د فیصلی لپاره ورته ضرورت لری.

جمهوررئیس به په دی باندی فیصله کوی چی ایا دی افغانستان ته لهیاغیانو سره، د مرگ ژوبلی نه ډکیجگړی لپاره ۴٠ زره نور عسکر ولیږی او که نه. ښاغلی گبز ډاډ ورکړ چی جمهوررئیس اوباما دا فیصله لږ تر لږه ترراتلونکی اونی پوری اعلانولی شی.
هغه خصوصی مجلس چی په سپینه مآڼی کی ییددوه ساعتونو لپاره دوام وکړ د ښاغلی اوباما نهم مجلس و چی د سیپتمبر دمیاشتی راهیسی یی دافغانستان د ستراتیژی پهبرخه کی کوی. دامریکا د جمهوری ریاست مرستیال جوبایډن، خارجه وزیری هیلری کلنټن او ددفاع وزیر رابرت گیټس په دغه بحث کی شامل وو.

د پالیسئ پر ځنډیدو انتقاد

نقادان وایی چی جمهوررئیس اوباما په دی مسله باندی ډیر وخت ولگاوه چی یوی فیصلی ته ورسیږی. دهغه د سپینی مآڼی نطآق رابرت گبز ددوشنبی په ورځ وویل چی دا فیصله پیچلی ده او دامریکا خلک غواړی چی جمهوررئیس پری وخت ولگوی چی سمه فیصله وکړی.

دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استاځی ریچرد هالبروک وویل هغه توجه چی دی مسلی ته کیږی پکارده چی وستایل شی نه داچی انتقاد پری وشی. خو دامریکا د سمندری قواو ستر جنرال مایک ملین چی دامریکا د لویو درستیزانو دکومیټی رئیس هم دی، وویل که چیری دامریکا په تعهد کی هلته تجدید رانشی نو دافغانستان حآلات به مخ په خرابیدو وی .

سږ کال ډیر خونړی و

سږ کال په افغانستان کی دخارجی قواولپاره، دتیرو کلونو په پرتله چی اته کاله مخکی پیل شول،خونړی اوله مرگونو نه ډک کال و.

د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن ددوشنبی په ورځ دوخته وویل چی امریکا د طالبانو له هغو عناصرو سره د سولی د خبرو دامکاناتو لپاره لاره خلاصه کړیده.

خو هغی په کابل کی چارواکیو ته مشوره ورکړیده چی په دی برخه کی په احتیاطپر مخ ولاړ شی.

هیلری کلنټن وویل چی امریکا له طالبانو سره د خبرودنظریی ملاتړ کوی خو داسی خبری باید دافغانستان ثبات اوسوله پر مخ بوزی نه دا چی تاوان ورته ورسوی.

XS
SM
MD
LG