د لاس رسي وړ اتصالات

د ٥ افغان وزیرانو په باب د اداري فساد تحقیقات


د افغانستان لوی څارنوال وایی دده دفتر اوس د پنځو برحالو او پخوانیو وزیرانو په باب د اداری فساد د تورونوتحقیقات کوی.

تحقیق کوونکیو دهغو وزیرانو نومونه ندی اخیستلی چی اوس پری بدگومانی موجوده ده. د جمهوررئیس حآمد کرزی نطاق د سه شنبی په ورځ وویل چی دیوه وزیر دنیولو امر هم ندی صادر شوی.

رپوټ وایی چی په ښاغلی کرزی باندی د نړیوالی ټولنی له خوانه فشار موجوددی چی په حکومت کی دننه د اداری فساد، لکه، اختلاس،رشوت خوړلو، او تقلبخلاف سخت اقدامات وکړی.

داداری فساد څارونکی موسسی وایی چی په افغانستان کی ددغو څیزونو د ډیروالی په سبب افغانستان له صومالیی نه وروسته په نړئ کی داداری فساد په لحاظ دویم هیواد گڼل شویدی.

XS
SM
MD
LG