د لاس رسي وړ اتصالات

هند او امریکا د همکاریو په زیاتولو موافقه وکړه


د هند صدر اعظم من موهن سنګ وایي چې د جمهور رییس اوباما سره د اقصتادي ، امنیتي ، روغتیایي او د هوا د بدلون په اړه د همکارۍ په زیاتوالي باندې یې سره موافقه کړیده.

په سپینه ماڼې کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ښاغلي سنګ وویل چې دواړه هیوادونه به د کارونو د زیاتوالي، او د تجارت او پانګه اچونې له لارې نیکمرغي او سوکالي روالي.

هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو دا ومنله چې په اتومي چارو کې روانې همکارۍ به نورې هم زیاتې کاندي. او وایي مونږ پدې سره موافقه وکړه چې په غیرنظامي چارو کې شوې پریکړې به عملي کوو.

ښاغلي سنګ همدارنګه وویل د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړیکې به د دې باعث شي چې هندوستان د امریکا نه په لوړه کچه ټکنالوژي صادره کړي او هندوستان به پخپلو پراختیایي او تحقیقاتي هڅو کې ترینه کار واخلي.

دواړو مشرانو د هوا د بدلون په اړه هم خبرې اترې وکړې او ښاغلي سنګ پدې اړه وویل مونږ ژمنه وکړه چې د شین اقتصاد د رامنځته کولو په خاطر به په ګډه کار وکړو.

XS
SM
MD
LG