د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ومنله چې خپل یورانیم بهر ته ولیږي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له دې سره مخالفت نه لري چې خپل یورانیم د غني کولول لپاره نورو هیوادونو ته ولیږي.

د ایرن د اتومي پروګرام په اړه د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې د دې پلان هدف دا دی تر څو د ایران مخه ونیسي چې اتومي وسلې جوړې نکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست نن یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هیواد به یې 3.5 په سلو کې غني شوي یورانیم پدې شرط نورو هیوادونو ته واستوي که چیرته ایران ته دا ډاډ ورکړل شي چې 20 فیصده اتومي د سون مواد به ورته ورکول کیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې ایران ته باید سل فیصده ضمانت ورکړل شي چې اتومي د سون مواد به ورته ورکول کیږي. او وایي چې دا تبادله باید د ایران په خاروه کې دننه ترسره شي.

د ایراني چارواکو لخوا دا اعلان د هغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه په نړیوالو خبرو کې یو بله ستونزه ده. د نړۍ شپږ ستر قدرت لرونکي هیوادنه چې مشري یې امریکا کوي وایي چې د دغو خبرو هدف دا دی تر څو دا یقیني کړي چې د ایران اتومي پروګرام د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. ایران تل دا ویلي دي چې اتومي پروګرام یې د همدغه هدف لپاره دی.

د نړیوالې اتومي انرژۍ اداره وایي چې ایران باید خپل د ټیټې کچې غني شوي یورانیم روسیې او فرانسې ته د لا غني کیدو لپاره واستوي او هلته به تر پروسس وروسته د سون موادو په راډونو باندې بدل شي او په غیرنظامي اتومي بټیو کې به ترینه کار واخیستل شي.

په نورو هیوادونو کې غني شوي یورانیم به تر یو کال وروسته ایران ته ورکړل شي. دغه ځنډ به د ایران د اتومي پروګرام په اړه مذاکره کوونکو ته دا فرصت ورکړي تر څو د هغه هیواد اتومي پروګرام په اړه داسې یوې معاملې ته ورسیږي چې ټولې خواوې یې پکې په پام کې نیول شوي وي. او همدارنګه به ایران خپل د یورانیمو ذخیره هم د لاسه ورکړي. د اتومي سون موادو په بدله کې د یورانیمو تبادله د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې د غوښتنو سره په تضاد کې ده، دا غوښتنه تیره میاشت وړاندې شوه او ویل شوي و چې د مذاکراتو نه پرته باید ومنل شي. خو یو د غربي هیوادونو یو شمیر دیپلوماتان بیا وایي چې ایران غواړي پدغه وړاندیز کې یو څه ځنډ راولي.

د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي اوس پدې باندې غور کوي چې که چیرته ایران د دې معاملې په اړه په ځواب کې ځنډ وکړي نو شدید بندیزونه به پرې ولګول شي. تر دې وړاندې هم په ایران باندې د هغه هیواد د اتومي پروګرام په خاطر څو ځله نړیوال بندیزونه لګول شویدي.

خو له بلې خوا چین او تر یو حده پورې روسیه چې د ایران سره تجارتي اړیکي لري پدې اړه یو څه زړه نا زړه دي چې په ایران باندې دې بل بندیز هم ولګول شي.

XS
SM
MD
LG