د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر د امریکايي عسکرو لپاره د امتحان سیمه


امریکایی غرنی قواوی چی د کابل په اتیا کیلومتری د لوگرولایت د بارک په سیمه کی پرتې دي او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

لوگر یو زراعتي ولایت دی او هلته په افغانستان کی د امریکایی عسکرو له پاره د امتحان یوه سیمه ده.

دوی وایی که جمهور رئیس اوباما دوی ته نور عسکرو ور ونه لیږی بیا به هم دوی خپل کار پرمخ بوځی.

ټاکل شوی چی اوباما د سه شنبی په ورځ د افغانستان په باره کی خپله ستراتیژی اعلان کړی او په مطبوعاتو کی راغلی چی دی به افغانستان ته دیرش تر پنځه دیرش زره نور امریکایی عسکر ولیږی.

په افغانستان کی دناټو او امریکایی قواوو لوی قوماندان جنرا ل مک کرستل د روان کال په اولو وختونو کی پیشنهاد کړی و ددی له پاره چی طالبانو او القاعده ته ماته ورکړی نورو څلویښت زره قواوو ته ضرورت دی.

د لوگر په لایت کی د امریکایی قواوو قوماندان ډگروال تماس گوکیسن دامریکی غږ ته وویل چی دی دومره عسکر نه لری چی دافغانی عسکرو او پولیسو په مرسته ټول ولایت کنترول کړي.

خو دوی هعومره عسکر چی لری دهغو کلیو له خلکو سره چی له دوی سره مرسته کوی خپل مار سرته رسوی او امید لری چی نور، سیمو هم دا کار وکړی.

ډگروال تماس گوگلسن وایی:

« یو شمیر خلک له دوی نه غواږی چی ښوونځی یی ولی نه دی ایاد شوی. د شا مزار د سیمی خلک دوی ته رغلی وه ا و ویل یی چی زمونږ ښوونځی تر اوسه جو ړ شوی نه دی.

مونږ ورته وویل چی تاسی مونږ ته تر اوسه نه دی ویلی چی ستاسی ښوونځی چاوران کړی دی.

مونږ ورته بیا ویل چی تاسی پوهیږی چی دا کار خوک کوی خو مونږ ته یی نه را ښئی.»

دی خبری مقصد دادی که دوی مونږ سره همکاری وکړی تو بیا ددی مستحق کیږی چی د هغوی سره دبیا ودانول مرسته ود سره وشی.

د ډگروال گولکسن یوه مرستیال تورن شان مهرډ په سیمه کی له یو شمیر بزگرو سره وکتل. دی وایی:

«مونږ په سیمه د کرنی او حیواناتو دروزنی په باره کی هلته سروی گانی کوو.

مونږ یو شمیر خلک تشویقوو چی د ولایت مرکز ته راشی. که دو داکار وکړی مونږ به هغوی سره لازمی مرستی وکړو.

هیله ده چی دوی پوه شی چی مونږ خومره مرسته ورسره کولی شو. »

دگروال گلکسن وایی چی دی تجربی څلور کاله دمخه په عراق کی کار ورکړی دی.

هلته امریکایی سمندری قواوو وکولای شو چی د عراق په لویدیزه برخه کی کار ورکړی. په اول سر کی امریکای عسکرو هغو سیمو کی چی د امریکا طرفداران وه کارپیل کړ او بیایی نورو سیمو ته دی سنراتیژی ته انکشاف ورکړ.

خو دا ښکاره خبره ده چی افغانستان عراق نه دی او دا پروگرام به په هغه ډول په افغانستان کی کار ور نه کړی. یوه خبره ښکاره ده چی افغانستان لوی اوغرنی هیواد دی .

له بلی خوا خلک د طالبانو خبره مني. په لوگر او د افغانستان په نورو سیمو کی دهشتونه د امریکایانود پلانونو مخه نیسی.

XS
SM
MD
LG