د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي بیا طالبانو ته د سولې پیشنهاد وکړ


افغان جمهور رئیس حامد کرزي پر طالبانو باندې غږ کړی چې وسلې دي پر ځمکه کښیږدي او د حکومت سره دي روغه جوړه وکړي.

جمهور رئیس کرزي چې نن د جمعې په ورځ د ارګ ماڼۍ دباندي د اختر په لومړۍ ورځ خبري کولې طالبانو ته یې د ورونو خطاب وکړ او پر ټولو هغو کسانو یې غږ وکړ چې د حکومت پر ضد یې وسلې پورته کړي دي، چې د حکومت سره یوځای شي او ملک ته د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

د جمهور رئیس کرزي دا خبري په داسي حال کې کېږي چې دوې ورځې مخکي د طالبانو مشر ملا عمر یوه بیانیه خپره کړه چې په کې یې د جمهور رئیس کرزي سره د خبرو کولو وړاندیز رد کړ او پر ټولو افغانانو یې غږ وکړ چې د جمهور ریْس کرزي د حکومت سره اړیکې وشکوي.

جمهور رئیس کرزي نن د جمعې په ورځ د ملا عمر پیغام ته ځواب ووایه او وې ویل چې د حکومت ضد وسله والو کسانو ته به تر هغه پوري د سولې د خبرو وړاندیز کوي ترڅو پوري چې افغانستان ته سوله او ثبات نه وي راغلی.

په عین حال کې، د کندهار ولایت ویاند وايي چې ددغه ولایت والي نن د جمعې په ورځ کله چې د اختر د لمانځه د ادا کولو په خاطر د یو جومات پر خوا روان و، د موټرو پرکاروان یې د بم چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې خپله والي ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی خو یو پولیس په کښي ټپي شوی او د موټړو هیندارې ماتي شوې.

XS
SM
MD
LG