د لاس رسي وړ اتصالات

گل آغا شیرزی د طالبانو سره د سولې کوښښ کوي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپله نننې ګڼه کې لیکلي دي چې د امریکا په ملاتړ د قومي مشرانو او ځینو دولتي چارواکو لخوا داسې هلې ځلې پیل شویدي چې له مخې به یې له طالبانو نه وغوښتل شي چې خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي.

د ننګرهار ولایت والي ګل آغا شیرزي د قومي مشرانو 25 کسیزې ډلې ته چې د څلورو ختیځو ولایتونو ، ننګرهار ، لغمان، نورستان او کنړ نه راغلي و پخپله وینا کې وویل تاسو طالبان دیته وهڅوۍ چې زمونږ سره خبرو ته کښیني.

هغه د قومي مشرانو نه وغوښتل چې زیاتې هڅې وکړي او پخپله ګل آغا شیرزی به هم ورسره مرسته او همکاري وکړي. ورځپاڼه وایي چې د دوه ساعتونو د غونډې وروسته قومي مشران خپلو ولایتونو ته ستانه شول او پدغې پروسې باندې یې کار پیل کړ.

پدغې پروسه کې به هڅه وشي چې ځایي خلک او سیمه ایز قوماندانان د طالبانو نه جدا کړي ، هغوی ته به په پراختیایي پروژو کې د کار کولو زمینه مساعده شي. ورځپاڼه وایي چې د دغو پروژو لګښت به افغان حکومت او د امریکا د پوځ لخوا ورکړل شي.

ورځپاڼه وایي چی د پروژو انتخاب به هم قومي مشران کوي. امریکا هم دا هیله لري چې پدې سره به افغان حکومت نور هم غښتلي شي او پښتنو تر منځ به هم اړیکي لا پسې ټینګې شي.

دغه قومي مشران به د هغو طالبانو سره اړیکې ساتي چې په ټیټه کچه فعالیت کوي او پداسې حال کې چې د طالبانو د مشرانو سره هم خبرې روانې دي. خو ورځپاڼه وایي چې امریکایي او افغاني چارواکي پدې پروسې باندې پوره باور نلري چې ښه نتیجه به ولري.

ورځپاڼې په کابل کې د سولې او پخلاینې د کمیسون د ادارې مشر اکرم خپلواک له خولې لیکلي دي چې تر دې دمه 9 زره طالبانو خپلې وسلې په ځمکه ایښي دي او د افغانستان د حکومت سره یو ځای شویدي.

XS
SM
MD
LG