د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠٠١ کی د اسامه دنیولو فرصت ضایع شوی و


امریکا د سنا د مجلس په یوه رپوټ کی راغلی چی د بوش د حکومت په موده کی غټو پوځی چارواکیو د ٢٠٠١ کال د ډسمبر په میاشتی کی په افغانستان کی ددې فرصت درلود چی اسامه بن لادن ونیسی او یا یې ووژنی، خو هغوی په کافی اندازه امریکایی عسکر ونه لیږل چی د هغه د پټیدو په ځای باندی حمله وکړی.

د سنا د مجلس د بهرنی کمیټی د مامورینو په رپوټ راغلی چی د امریکا خاصؤ قواوو، سی آی اې او افغان قواوو د القاعدی مشر اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الزواهری د توری بوری تر غرونو پسی واخیستل ، خو پخوانی د دفاع وزیر دانلد رمز فیلد او د پوځ عالی رتبه قوماندان جنرال تامی فرانکس د دی سیمی د حملی لپاره د پوره امریکایی عسکرو د لیږلو غوښتنه رد کړی وه.

په هغه وخت کی عالی رتبه چارواکیو ویلی وو چی په دی اړه پوره شواهد ندی موجود چی په توره بوره کی د بن لادن موجودیت تایید کړی او داسی اندیښنه موجوده وه چی په ملک کی د زیاتو امریکایی عسکرو شتوالی د محلی خلکو غوسه راونه پاروی.

د امریکا پوځ په هغه وخت کی یوازی په هوایی بمباریو او په افغانی ملیشو اکتفا وکړه چی په نتیجه کی بن لادن پاکستان ته وتښتید.

د سنا د مجلس په رپوټ کی راغلی چی د القاعدی د مشر په وژلو سره به په نړیواله کچه د بیناد گیرایی گواښ له مینځه نه وای تللی خو هغه په ټوله نړی کی د بنیادگیرایانو لپاره د یوه سیمبولیک مهم مشر پحیث پاتی شوی چی ورته زیاتی مالی مرستی ورروانی دي.

XS
SM
MD
LG