د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د افغانستان د جگړی د پای مهال وېش هم اعلانوي


‍د امریکا یوې معتبرې ورځپاڼې ویلي دي چې جمهور رییس اوباما به د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره یو مهال ویش جوړ کاندي. تمه کیږي چې هغه به دا اعلان ته د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت وکړي.

د نیویارک ټایمز، ورځپاڼې د جمهور رییس اوباما د حکومت د یو شمیر لوړرتبه چارواکو له خولې لیکلي دي چې ښاغلی اوباما به د پخوا په پرتله دا ځل په افغانستان کې د خپلو اهدافو او وخت په اړه په واضح ډول خبرې وکړي.

تمه کیږي چې جمهور رییس اوباما به خپله هغه پریکړه اعلان کړي چې افغانستان ته به نور 30 زره امریکایي عسکر ولیږي تر څو په هغه هیواد کې د افراطي ډلو سره جګړه وکړي.

چارواکو همدارنګه ورځپاڼې ته ویلي دي چې جمهور رییس اوباما به د هغه پلان په اړه هم خبرې وکړي چې څنګه د افغانستان د جګړې مسولیت پخپله افغان حکومت ته وسپاري.

دغو چارواکو د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو په اړه د جمهور رییس اوباما د پلان په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل به د عراق نه د عسکرو د راوتو په شان په ټینګه توګه نه وي.
د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي دي چې هغوي به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د زیاتوالي ملاتړ وکړي خو د سنا یو شمیر نور غړي بیا د هغه هیواد نه د عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ او د افغانستان د حکومت لپاره د معیارونو د ټاکلو په اړه یو څه اندیښنه لري.

جمهور غوښتونکی سناتور جان کایل پرون د یکشنې په ورځ وویل چې هغه د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ پر سر د بحث کولو ملاتړ نکوي. هغه وایي چې دا کار به په سیمه کې خلکو ته غلط پیغام ورکړي.

نو ر تفصېل :

خو دیموکرات سناتور ایوان بایه بیا وایي چې هغه د دغه پلان ملاتړ کوي ځکه چې پدې سره به د افغانستان او پاکستان په حکومتونو باندې فشار راشي او دیته به وهڅیږي چې پخپلو هیوادونو کې ثبات او امنیت روالي.

همدارنګه د تیرې شنبې په ورځ د برتانې صدر اعظم ګورډن بروان د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي لپاره یو مهال ویش وټاکه چې له مخې به یې هغه د خپل هیواد امنیتي او سیاسي معیارونه اعلان کړي.

ښاغلي بروان همدارنګه د افغانستان د امنیتي قواوو دروزنې د یو با اعتباره پلان غوښتنه وکړه. او ویې ویل چې دا کار باید د افغانستان په اړه په لندن کې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو نه وړاندې وشي. تمه کیږي چې دا کنفرانس به د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په 28 مه جوړ شي.

پدغه کنفرانس کې به د ناټو د تړون غړي هیوادونه، د نړۍ مهم او ستر قدرت لرونکي هیوادونه او د افغانستان ګاونډي هیوادونه ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG