د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ملگرو ملتو د غندنی په ځواب کی لس نوی اتومی بټئ جوړوی


د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي دي چې د یورانیمو د غني کولو د لسو نوو بټیو جوړولو پریکړه یې د ملګرو ملتونو د اتومي چارو د ادارې د غندنې په ځواب کې کړیده.

د ایران د اتومي چارو مشر علي اکبر صالحي نن د دوشنبې په ورځ د ایران دولتي رادیو ته وویل چې هیواد یې دیته مجبور و چې د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې وروستي اقدام ته سخت ځواب ووایي. د نړیوالې اتومي ارژۍ ادارې پدې وروستیو کې یو پریکړه لیک منظور کړ چې په هغه کې د ایران نه غوښتل شوي و چې د یورانمیو د غني کولو فعالیتونه دې بند کړي.

ښاغلي صالحي وویل چې د یوارانیمو د غني کولو دغه نوې بټۍ به په غرنینو سیمو کې جوړې شي تر څو د بریدونو نه خوندی وساتل شي. هغه همدارنګه وویل چې پدغو بټیو کې به نوي او د لوړ معېار سنټر فیوژونه ولګول شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوشنر یوې ځایي راډیو ته وویل چې د ایران دا پریکړه ماشومانه ده او زیاته یې کړه چې ایران ډیره خطرناکه لوبه کوي.

د سپینې ماڼې ویاند رابرت ګبز وویل چې پدې کار سره ایران د خپلو نړیوالو مسولیتونو نه جدي سرغړاونه کوي.

برتانیې هم پخپل وار سره ویلي دي چې دا کار د جدي اندیښنې وړ دی ، او جرمني بیا د ایرا ن نه غوښتلي دي چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې دې خپل مسولیت پر ځای کړي.

له بلې خوا نن د دوشنبې په ورځ د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني وویل چې د اتومي وسلو د نه خپرولو په تړون کې یې د هیواد غړیتوب هیڅ ګټه نلري.

XS
SM
MD
LG