د لاس رسي وړ اتصالات

چین: له ایران سره باید خبرې وشي


چین وایي چی د ایران د اتومي پروګرام د موضوع د حل لپاره باید د نورو بنیدیزونو د وضع کولو پر ځای مذاکرات زیات شي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قین ګانګ نن د سه شنبی په ورځ د چین په پایتخت پیکنګ کی خبریالانو ته وویل چی د ایران موضوع باید د خبرو اترو له لاری حل شي او نور بندیزونه د حل لار نده.

همدارنګه د یکشنبی په ورځ ایران اعلان وکړ چی د هیواد د لومړنۍ اتومي بټۍ په شان چی د نانتاز په سیمه کی یی جوړه کړیده، 10 نوری اتومي بټۍ به هم جوړې کړي.

د ایران د اتومي چارو مشر علي اکبر صالحي وایي چی تهران د نورو اتومي بټیو جوړول د ملګرو ملتونو د اتومي پروګرام د هغه اقدام په ځواب کی کوي چی د ایران نه یی غوښتي و تر څو د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه دی بند کړي.

د جمعی په ورځ د نړیوالی اتومي انرژۍ اداری یوه پریکړه لیک منظور کړ چی پکی د ایران نه غوښتل شویدي چی د قم په ښار کی دی د هغی اتومي بټۍ د جوړولو کار بند کړي چی تر ډیره وخته یی د موجودیت په اړه نړۍ ته څه نه و ویلي.

په پریکړه لیک کی همدارنګه د ایران نه غوښتل شویدي چی که دا شان نوری بټۍ یی پټی ساتلي وي نو باید چی نړۍ ته یی په ډاګه کړي.

همدارنګه د سپیڼی ماڼی ویاند رابرت ګبز نن د سي ان ان ټلویزون ته وویل د دی امکان شته چی د ایران پر ضد به بیلا بیل اقدامات وشي چی په هغه کی د بندیزونو لګول هم شامل دي او د دی امکان هم شته چی وروسته به بیا د نظامي قواوو نه هم کار واخیستل شي.

ایران د نړیوالی اتومي انرژۍ د اداری په ملاتړ د یورانیمو د غني کولو هغه پلان ونه مانه چی پکی د ایران نه غوښتل شوي و تر څو 70 فیصده د ټیټی کچی غني شوي یورانیم دی بهر ته د لا غني کیدو لپاره واستوي.

د غني شويو یورانیمو نه به په تهران کی په یوه تحقیقاتي بټۍ کی ترینه کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG