د لاس رسي وړ اتصالات

٣٣ ملیونه انسانان په ایډز اخته دي


د سه شنبی په ورځ، په ټوله نړی کی دا غږونه وشول چی د ایډز دنړیوالی ورځی په مناسبت باندی د ایډز له ناروغانو سره توپیری سلوک پایته ورسول شی.

د جنوبی افریقا هیواد په دغه ناروغی باندی سخت ځپل شویدی. دغه هیواد د ایډز له ناروغی سره د مبارزی لپاره نوی پلان وړاندی کړیدی.

په جنوبی افریقا کی تقریبا 5.7 ملیونه خلک دایچ آی وي په ناروغی باندی اخته دی. په ټوله نړی کی تقریبا ٣٣ ملیونه خلک په دغه ویروس باندی اخته شویدی.

چین د سه شنبی په ورځ باندی خبرداری ورکړ چی همجنس بازانو ترمنځ د دغه ویروس خپریدل مخ په زیاتیدو دی. د چین جمهوررئیس هو جنتاو پر خلکو باندی غږ کړیدی چی دهغو کسانو خلاف له تبعیض نه کار وانخلی چی د HIV په ناروغی باندی اخته وی.

د جنوبی کوریا په پایتخت کی اعتراض کوونکیو د بشری حقوقو یو موسسی ته یوه عریضه ورکړیده چی د HIV جبری ازموینی، دخارجی کارگرانوپه برخه کی پایته ورسوی.

ددوشنبی په ورځ د سپینی ماڼی یوه چارواکی وویل چی له ډیرپخواراهیسی چی په هغو کسانو باندی امریکا ته دراتللو بندیز لگیدلی دی چی د HIV ازموینه یی مثبته وی هغه د راتلونکی کال په اولو میاشتو کی لرې شي.

واشنگټن دا پلان هم لری چی یچ دایډز نړیوال کنفرانس په ٢٠١٢ کی دایر کړی.

XS
SM
MD
LG