د لاس رسي وړ اتصالات

افغان وکیل دا ستراتیژي له وخت نه مخکې گڼي


د افغانستان د پارلمان یو غړي داود سلطان زوی وایي چې د باراک اوباما د نوې پالیسۍ د وخت په باب د افغانستان لپاره اعتراض لري.

د پارلمان غړی داود سلطان زوی وویل دی په دې تعجب کوي چې ښاغلی اوباما پداسې وخت کې د خپلې نوې ستراتیژۍ اعلان کوي چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي لا نوی حکومت ندی جوړ کړی.

ښاغلي کرزي ته د دویمې دورې لپاره د نومبر په میاشت کې سوګند ورکړل شو.

سلطان زوی وویل دا به امریکا لپاره ګرانه وي چې له نوي حکوم سره پدې باب احتساب وکړي ځکه چې په تخنیکي ډول دا حکومت وجود نلري.

ښاغلي سلطان زوی دا تبصره مخکې له دې نه وکړه چې باراک اوباما د نوې ستراتیژۍ په باب وینا کوي.

XS
SM
MD
LG