د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د امریکا د نوې ستراتیژئ هرکلی وکړ


د ناتو عمومی منشی فاغ رزموسین وایی چی د ناتو ملکونه د امریکا د جمهور ریس د نوی ستراتیژی ملاتړ کوی او لږ تر لږه پنځه زره عسکر به د افغانستان جنگ ځپلی ملک ته د یاغیانو سره د جنگ لپاره ولیږی.

د ناتو عمومی منشی نن په بروکسلز کی وویل چی د ناتو ټول غړی ملکونه که په رښتیا غواړی چی په افغانستان کی ثبات راولی نو باید د طآلبانو او القاعدی پرخلاف جنگ کی په ټینگه ودریږی.

رزموسین ژمنه وکړه چی ناتو او انډیوالان به یی تر هغه زیار وباسی تر څو چی د افغانستان په خپله خلک د خپل ملک د امنیتی چارو مسولیت په غاړه واخیستی شی او دا مسولیت هغوی ته ورانتقال شی.

خو هغه زیاته کړه چی د مسولیت سپارل د خروج د ستراتیژی په معنی نه ده.

همدا شان طالبانو ویلی چی د نړیوالو قواوو زیاتوالی به یوازی د هغوی مقاومت پیاوړی کړی.

د ملگرو ملتونو عموی منشی بان کی مون ویلی چی د ښاغلی اوباما دا پریکړه چی افغانستان ته دیرش زره نور عسکر ولیږی ډیره مشکله اما ضروری ستراتیژی ده.

په افغانستان کی د ناتو او امریکایی قواوو قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل وویل چی د جمهور ریس په وینا کی وضاحت ، ژمنی او مشخصی پریکړی د القاعدی د پټیدو د ځایونو په ورکولو کی چی د سیمی او ټولی نړی امنیت یی په خطر کی اچوالی ، د ډیر اهمیت وړ وی.

د فرانسی جمهور ریس نیکولاس سارکوزی وویل چی د ښاغلی اوباما د ستراتیژی پوره ملاتړ کوی.

هغه وویل چی دغه اعلان تشویق کونکی و او زیاته یی کړه چی دا به نړیوالی ټولنی ته چی په افغانستان کی په خدمت بوخته ده نوئ قوت ورپه برخه کړی.

د ښاغلي سارکوزی په عکس العمل کی افغانستان ته د نورو فرانسوی عسکرو د لیږلو امکانات نه دی رد شوی ، خو د فرانسی د دفاع وزیر په دی اونی کی ویلی و چی دا کار به امکان ونلری.

همدا شاه د پولند حکومت نن اعلان وکړ چی د ناتو قواوو په مشری به پ ٦٠٠ نور عسکر افغانستان ته ولیږی.

همدا اوس په افغانستان ٢٠٠ پولندی عسکر دیره دی.

د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی دفتر ویلی چی ښاغی کرزی او ښاغلی اوباما د سی شنبی په ورځ د دی ستراتیژی په اړه یو ساعت خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG