د لاس رسي وړ اتصالات

پر نوې ستراتیژۍ د امریکا د پارلمان استماعیه غونډه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن د خپل حکومت غټ مامورین کانگرس ته استوي چې افغانستان ته د دیرشو زرو عسکرو د لیږلو د پاره د کانگرس د غړو ملاتړ ور جلب کړي.

د امریکا ددفاع او خارجه وزیران په کانگرس کې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو د ستراتیژۍ په استماعیه غونډه کې گډون کوي.

اوباما بیگا وویل د امریکا نور عسکر چې افغانستان ته ولاړ شي د افغانستان خپلو قواوو ته د امنیتي چارو په سپارلو کې مرسته وکړي او د کال ٢٠١١ د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه دا مریکايي قواو وتل پیل شي.

جمهور رئیس او باما وویل چې افغانستان د لاس نه دی وتلی خو څو کاله کیږي چې په شا تگ کوي.

هغه وویل چې د ټولې دنیا مجموعې امنیت د خطر سره مخامخ دی ځکه چې القاعده د افغانستان او پاکستان د قبایلي علاقو نه په نوره دنیا باندې د حملې بندو بست کوي.

اوباما وویل چې د امریکا او له جوپه عسکر به د نوي عیسوي کال په اوله برخه کې افغانستان ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG