د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: افغانستان کې ناکامي طالبان واک ته رسوي


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وايي، په افغانستان کې د نړیوالو قواوو ناکامي به په دې معنی وي چې طالبان ددغه ملک پر ډیره برخه حاکم شي.

گیټس نن د مشرانو جرگې د وسله والو قواوو کمیټې ته وویل چې ددې امکان شته چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې یو ځل بیا د القاعدې په پناه ځایونو بدل شي او د پاکستان په عملیاتو کې یاغیان له دغه ځای نه خپلې حملې تنظیم کړي.

ښاغلي گیټس وویل چې د تندروانو بری به القاعده لا قوي کړي او د دوی د عملیاتو د تمویل، جلب او جذب لپاره زمینه لا برابره کړي.

گیټس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن او د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک مولن نن د کانگرس په استماعیه غونډه کې برخه لري.

په دغه غونډه کې میرمن کلینټن وویل چې نوې ستراتیژي د امریکا او د متحدینو د منافعو د ساتلو تر ټولو غوره لار ده. دې وویل چې د انتقال لپاره د یوه مهال ویش ټاکل دا ایجابوي چې باید د افغانستان له حکومت سره د همکارئ په کولو کې له عجلې نه کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG