د لاس رسي وړ اتصالات

د عسکرو له لیږلو سره د پارلمان د غړو مخالفت


د امریکا د مشرانو د جرگې او ولسي جرگې څو تنه دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو غړو د سه شنبې په ورځ د جمهور رئیس اوباما له خوا د نوې ستراتیژۍ له اعلانیدو وړاندې په خپلو خبرو کې افغانستان ته د نورو عسکرو له لیږلو سره مخالفت وښود.

د کانگرس دغو غړو وویل د عسکرو د لیږلو د تصمیم په اړه باید پارلمان رایه گیري وکړي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د امریکا د پارلمان یو شمیر جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو غړو افغانستان ته د نورو عسکرو له لیږلو سره کلک مخالفت وکړ.

دیموکرات سناتور رسل فینگولډ چې د عراق د جنگ سره هم مخالف دی، وايي چې افغانستان ته د نورو عسکرو لیږل به لویه اشتباه وايي او دا کار به پاکستان نور هم بې ثباته کړي.

دغه سناتور خبرداری ورکړ چې که اوباما د زیاتو قواوو لیږل اعلان کړي نو کانگرس به په مخالف اقدام لاس پورې کړي.

"کانگرس د مخالفت په توگه ممکن د نورو عسکرو د لیږلو لپاره بودیجه تصویب نه کړي، ممکن کانگرس داسې یو قراردادونه تصویب کړي چې د عسکرو د خروج لپاره مهال ویش وشي وټاکي، په همهغه ډول لکه موږ چې د عراق په اړه دا کار وکړ دا دې ته ورته نور تصمیمونه هم شته چې کیدای شي موږ ورباندې غور وکړو. خو تر هغه ځایه چې زه تشویش لرم، دا دی چې موږ به هغه ټولې لارې چارې و آزمویو چې ددغې اشتباه د بیا تکراریدو مخه ونیول شي".

د شمالي کیرولینا د ایالت جمهوري غوښتونکي نماینده والټر جونز دغې غونډې ته وویل چې د شکرانې د ورځې په رخصتیو کې دده د ایالت ډیر خلک ورته راغلل او د افغانستان په جگړه کې د امریکا د گډون په اړه یې خپل مخالفت وښود.

"له مبالغې پرته زیات شمیر خلک ماته راغلي وو او ویل یې چې موږ په افغانستان کې څه غواړو؟ زموږ خلک ملک څنگه کیږي؟ موږ حتی د خپل ښار سرکونه نشو ترمیمولای".

د امریکا په پارلمان کې د مسچوسیټ د ایالت دیموکرات غړي جیمز مکگورن وویل چې افغانستان ته د لسهاو زرو نورو عسکرو د لیږلو تصمیم به د امریکا دا کار نور هم سخت کړي چې ددغه ملک له جنجال نه ځان خلاص کړي. مکگورن وویل په دې اړه په کار ده چې کانگرس مهم رول ولوبوي.

"زما غوښتنه دا ده چې مخکې له دې چې افغانستان ته نور عسکر ولیږل شي باید کانگرس ته ددې موقع ورکړل شي چې په دې اړه په تفصیل سره بحث وکړي او ددغه تصمیم په اړه رایه گیري وکړي".

خو سناتور جان مکین چې په تیرو انتخاباتو کې د جمهور رئیس اوباما په خلاف جمهور‏ي ریاست ته کاندید و، بیا په بشپړ ډول مخالف نظر لري.

ښاغلي مکین چې د سه شنبې په ورځ یې د جمهوري غوښتونکو د پالیسي جوړونکو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو طرفدار دی خو دی وايي، هغو راپورونو اندېښمن کړی دی چې وايي، کیدای شي جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې د امریکا د نظامي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره یو مهال ویش اعلان کړي.

"د عسکرو د خروج نیټه ټاکل باید د حالاتو له مخې وشي. په جگړه کې د بري شرط دا دی چې د دښمن منافع وځپل شي. بری دا نه دی چې د خروج نیټه وټاکل شي".

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسي جرگه او د مشرانو جرگه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د اوباما د حکومت د عالي رتبه چارواکو نه د نوې ستراتیژئ په اړه پوښتنې وکړي. تمه کیږي چې د دفاع وزیر رابرټ گیټس او د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن به په دغو استماعیه غونډو کې برخه ولري.

XS
SM
MD
LG