د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کانگرس کې د ستراتیژئ ارزیابي ادامه لري


د جمهور رئیس اوباما د ملي امنیت د هیات مهم غړي به نن د پنجشنبې په ورځ د دویم ځل د پاره په کانګرس کې په افغانستان کې د جمهور ریْس اوباما د نوي ستراتېژۍ په اړه خبري وکړي.

د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس، د باندنیو چارو وزیره هیلرې کلینټن او د وسله والو قواوو لوی درستیز ، ستر جنرال مایک میولن به نن د پنجشنبې په ورځ د سنا د خارجه چارو په کمېټه کې په یوې استمعاعیه غونډه کې ګډون وکړي او په سنا کې به د جمهور ریْس اوباما د پلان په اړه چې غواړي افغانستان ته ۳۰ زره نوي آمریکايي عسکر د القاعده او طالبانو سره د جګړې لپاره واستوي، د سنا د غړو سوالونو ته به ځواب وړاندي کړي.

پرون د چارشنبې په ورځ هم ښاغلي ګيټس د سنا د مسلح قواوو د کمېټې په استماعیه غونډه کې خبري وکړې او وېول چې په افغانستان کې د امینت راوستول د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د طالبانو او القاعده ترهګرو په ځاله بدل نشي او ددغې سیمې نه یوځل بیا حملې ونشي، ډیر مهم دی.

میرمن کلینټن هم د ښاغلي ګيټس سره یوځای د سنا وکیلانو ته وویل چې د جمهور ریْس اوباما نوې تګلاره د دې لپاره چې آمریکا او متحدین یې د ترهګرو د راتلونکو حملو نه وژغورل شي، ډیر موثره لار ده.

د آمریکا د مسلح قواوو لوی درستیز ، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک میولن هم سنا ته وویل چې د جمهور ریْس اوباما د پریکړه په ترڅ کې به افغانستان ته نور عسکر وراستول شي او په سیمه کې به د قوماندانانو ضرورت پوره شي او دغه راز دوی ته به هغه منابعې برابرې شي چې د طالبانو سره د چګړې لپاره دوی ضرورت ورته لري. هغه زیاته کړه چې د جمهور ریْس ستره اندېښه د قواوو شمیر نه بلکې دا ده چې دغه قواووې د ښه حکومتدارۍ سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG