د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د ناټو غونډه روانه ده


د ناټو خارجه وزیران نن د پنجشنبې په ورځ په برسلز کې راټول شوي چې د افغانستان د ماموریت په اړه خبرې وکړي.

د ناټو ویاند جیمز اپاتورای امریکا غږ ته وویل:

"خبرې ډیرې ښې پر مخ روانې دي. هغه ملکونو چې د په افغانستان کې د ناټو په مشرئ د ایساف په چوکاټ کې عسکر لري، په تیرو څو اونیو کې د عمومي ستراتیژئ ملاتړ کړی دی. له هغه راوروسته چې جمهور رئیس اوباما خپل تصمیم اعلان کړ اوس نو آیساف نورو غړو ملکونو ته مخ ور اړولی دی چې مرسته وکړي".

د ناټو دغه ویاند وايي، له شلو نه زیاتو ملکونو په پټه یا ښکاره توگه دا تصمیم نیولی چې همکاري به زیاتوي. تر اوسه پورې د ٣٠ زره امریکا عسکرو تر څنگ چې افغانستان ته را روان دي، د پنځه زرو نورو عسکرو د لیږلو ژمنه هم شوې ده او فکر کوم چې دغه شمیر به نور هم زیات شي".

له جیمز اپاتورای نه پوښتنه شوه چې په نورو برخو کې څه همکاریو ژمنه شوې یا یې توقع کیږي؟

هغه وویل: "ددغو پنځه زرو عسکرو د لیږلو برسیره، کله چې د پراختیايي همکاریو خبرې شي، فکر کوم په عمومي ډول اروپايي اتحاد له خپلو ټولو پلانونو سره، بل عمده مثال جاپان چې د پنځه میلیارد ډالرو مرستې ژمنه یې کړې ده، دا ټول پلانونه په سمې خوا روان دي".

جیمز اپاتورای وايي، بل مهم ټکی چې په دغې غونډې کې به واوریدل شي هغه به دا وايي چې د افغانستان له حکومت نه به په ټینگه وغوښتل شي چې زموږ او د دوی تر منځ پر شوي قرارداد ودریږي، حکومتداري تقویه کړي او د اداري فساد په خلاف مبارزه وکړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلینټن پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په دې تمه دی چې متحدین به یې افغانستان ته کافي اندازه قواووې او پېسې ځانګړي کړي او دغه راز د افغانستان د ستونزې د حل په اړه به خپل دبرخه مسولیت ادا کړي.

میرمن کلینټن دا په ډاګه نکړه چې د متحدو ملکونو څخه د څومره قواوو تمه لري چې افغانستان ته یې واستوي خو دیپلوماتان وايي چې واشنګټن خپل د متحدینو څخه غواړي چې افغانستان ته تر ۱۰ زرو پوري نوي عسکرو ورواستوي.

د ناټو عمومي منشي فاګ راس موسن وویل چې هغه تمه لري چې د آمریکا متحدین به افغانستان ته ۵ زره او یاهم زیات عسکر ورواستوي.

XS
SM
MD
LG