د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه او پاکستان وايي خپلو کې همکاري زیاتوي


د برتانیې صدراعظم ګورډن برون د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره نن د پنجشبنې په ورځ وکتل او د پاکستان په سرحدي سیمه کې یې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په اړه خبري وکړې.

په لندن کې د یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دواړو مشرانو هوډ وکړ چې د افراطیت پر ضد په جګړه کې به د دواړو ملکونو ترمینځ د همکارۍ سطح زیاتوي.

ښاغلي برون د طالبانو په خلاف د پاکستان مبارزه وستایله. وروسته ښاغلي برون د پاکستان سره د ۸۳ میلیون ډالرو ژمنه وکړه ترڅو خپل اوږمهاله اهداف لاسته راوړي او په سرحدي سیمو چې د افغانستان سره سرحد ته نېږې پرتې دي، پرمختیايي کارونه وکړي.

ښاغلي برون وویل چې دغه پسې به د بیارغونې، ښوونۍ او روزنۍ په برخو کې او دغه راز د هغو خلګو د بیرته پر ځای کولو په برخه کې ولګول شي چې د جګړې له امله د خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي.

دغه راز د پاکستان صدراعظم ښاغلي ګیلاني د خپلو خبرو پرمهال وویل چې پاکستان د آمریکا د پلان په اړه چې غواړي په افغانستان کې نور عسکر ځای پر ځای کړي، نورو معلوماتو ته ضرورت لري.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه چې داسي دقیق او کره معلومات نشته چې دا تایید کړي چې د القاعده ترهګرو مشر عثما بن لادن په پاکستان کې دی.

XS
SM
MD
LG