د لاس رسي وړ اتصالات

پوهان: نوې ستراتیژي د امریکا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راولي


د جمهور رییس باراک اوباما پریکړه کړیده چې افغانستان ته به نور 30 زره امریکايي عسکر استوي او په عین حال کې یې ویلي دي چې د 2011 میلادي کال په نیمایي کې به د هغه هیواد نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل شي.

یو شمیر پوهان پدې باور دي چې دا کار شاید د سیمې لپاره د امریکا د ژمنو په اړه یو لړ پوښتنې راپورته کړي. دغه پوهان همدارنګه وایي چې امریکا او نور هیوادونو باید د اقتصادي کنترول له مخې د افغانستان مشران دیته وهڅوي چې په هغه هیواد کې اداري فساد له منځه یوسي.

د افغانستان د جګړې لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د کابو درې میاشتو غور او بررسۍ وروسته، جمهور رییس باراک اوباما پریکړه وکړه چې افغانستان ته به نور 30 زره امریکایي عسکر لیږي. جمهور رییس اوباما همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو لپاره یوه نیټه وټاکله. د هغه دغه نوې پالیسي د افغانستان د جګړې د ختمولو په لور د پیل یو ګام بلل کیږي.

ښاغلي اوباما پخپلو خبرو کې وویل: “دا اضافي امریکایي عسکر او په افغانستان کې نور نړیوال عسکر به د دې زمینه مساعده کړي چې په هغه هیواد افغاني قواوو ته د امنیتي چارو د مسولیت سپارلو کار ګړندی شي. او پدې سره به مونږ پدې وتوانیږو چې په 2011 میلادي کال د جولای په میاشتې کې د هغه هیواد نه د امریکایي عسکرو د راوتلو کار پیل کړو.”

جمهور رییس اوباما د سه شنبې په ورځ پخپله وینا کې د افغانستان نه د امریکایي او ناټو عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې په په 18 میاشتو کې به امنیتي مسولیت افغاني قواوو ته وسپارل شي او د خپل هیواد امنیت به هغوي پخپلو مټو وساتي.

خو یو شمیر پوهان بیا وایي چې دا ډیره لڼده موده ده او دا کار به په افغانستان او پاکستان کې یو ځل بیا هغه اندیښنې راپیدا کړي چې وایي امریکا د دې نه وړاندې هم په 1989 میلادي کال کې کله چې د پخواني شوروري اتحاد پوځونه د افغانستان نه ووتل نو دغه سیمه یې د پامه غورځولې وه.

د امریکن انټرپرایز په انسټیټوټ کې نظامي تاریخپوه فردرک کاګن وایي:

“د نیټې ټاکل به له بده مرغه په سیمه کې د خلکو تر منځ هغه مفکورې تقویه کاندي چې وایي مونږ هلته د پاتې کیدو توان نلرو.”

خو د جمهور رییس باراک اوباما د حکومت یو شمیر چارواکي بیا وایي چې عسکرو د راوتلو پیل بدلیدونکی دی او وایي چې د عسکرو راوتل به په افغانستان کې د شرایطو ته په کتو سره وي. ځیني پوهان پدې نظر دي چې د جمهور رییس باراک اوباما د دې پیغام هدف دا دی تر څو د افغانستان حکومت ته دا په ډاګه کړي چې امریکا به په هغ هیواد کې د یوې نامعلومې مودې لپاره پاتې نشي.

په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز انتوني کوردزمن وایي:

“په اصل کې جمهور رییس بارک اوباما غوښتل چې خپلې هڅې یو څه محدودې کاندي، د عسکرو ایستل په حقیقت کې د د افغانستان او پاکستان په حکومتونو باندې فشار اچول دي چې باید د بهرنیو قواوو ماموریت دې هغوي پخپله په غاړه واخلي.

یو شمیر څیړونکي وایي چې دا به څو کاله ونیسي تر څو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو زیاتوالی یو څه بدلون روالي. هغوي وایي چې په زیات شمیر د افغاني قواوو روزل ، په وسلو سمبالول، سلا مشورې ورکول او سیمو ته لیږل ټول هغه کارونه دي چې په لږه موده کې نه بشپړیږي.

د براکلن په انسټیټوټ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د پالیسۍ سلاکار مایکل اوهانلن پدې اړه داسې نظر لري.

“که چیرته جمهور رییس باراک اوباما د دوهمې دورې لپاره هم د امریکا جمهور رییس پاتې شو نو هغه څه موده وړاندې دا په ډاګه ویلي و هغه نه غواړي چې دا جګړه د امریکا راتلونکي جمهور رییس ته پریږدي. دا به د هغه لپاره ډیره لږه موده وي. په 7 نورو کالونو کې د افغانستان نه رواتل به ډیره لږه موده.“

جمهور رییس اوباما د نیویارک په نظامي اکاډمي کې پخپله وینا کې د معیارونو د ټاکلو په اړه په ډیر وضاحت خبرې وکړې. هغه وویل چې دابه د ملکۍ ستراتیژۍ لپاره ډیر ګټور وي. او پدې سره به د افغانستان حکومت هم د یوه ښه امنیت نه ګټه واخلي.

“اوس باید هر څه د کارکردګۍ پر اساس وي. هغه ورځې نورې تیرې شوې چې مونږ به تش چکونه ورکول. “

د جمهور رییس اوباما دغه ستراتیژي اوس د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي همکارۍ پورې اړه لري. د ښاغلي کرزي مشروعیت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټګيو برګیو له امله یو څه زیانمن شویدی.

یو شمیر څیړونکي پدې باور دي چې د افغانستان حکومت سره د مرستو پر سر د شرایطو وضع کول تر ټولو ښه لار ده ، او پدې سره به جمهور رییس حامد کرزی او د هغه پلویان دیته وهڅیږي چې په هغه هیواد کې د فساد په وړاندې مبارزه وکړي او ښه حکومت داري وکړي.

ښاغلی فدرک کاګن یو ځل بیا داسې وایي: “د افغانستان په حکومت باندې د کنټرول تر ټولو ښه لاره د نړیوالې ټولنې د مرستې دي. ځکه چې د هغه هیواد کابو ټوله بودیجه همدغه ټولنه ورکوي. او باید ووایم چې د دغې موضوع نه پخوا مونږ هیڅ کار ندی اخیستی.“

د افغانستان لپاره د امریکایي غیري نظامي او نظامي کسانو د زیاتوالي سربیره د جمهور رییس باراک اوباما د ستراتیژۍ دریمه غټه موضوع د امریکا او پاکستان تر منځ ښې اړیکې دي.

جمهور رییس اوباما وایي: “مونږ به د پاکستان قابیلتونه لوړ کاندو تر څو هغه ډلې له منځه یوسي چې زمونږ د هیوادونو لپاره ګواښ دي. او په واضح ډول باید ووایو مونږ د هغو ترریستي ډلو د پټیدو ځایونه نشو زغملي چې ځایونه او اهداف یې ټولو ته معلوم وي.

پاکستاني چارواکو د جمهور رییس اوباما د ستراتیژۍ او عسکرو د زیاتوالي په اړه تر دې دمه ډیر څه ندي ویلي. افغانستان ته د تازه دمو امریکایي عسکرو لیږل به د روانې میاشتې د پای نه وړاندې پیل شي او چارواکو ویلي دي چې د راتلونکي میلادي کال تر نیمایي پورې به ټول 30 زره عسکر هغه هیواد ته ولیږل شي.

XS
SM
MD
LG