د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: له افغانستان نه د وتلو نیټه بدلیدونکې ده


نیویارک

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې پرون د پنجشنبې په ورځ هم د جمهور رییس باراک اوباما د حکومت لوړرتبه چارواکو د کانګرس غړو ته وویل چې د افغانستان نه د امریکایي قواوو رواتل به د 2011 میلادي کال د جولاې په میاشت کې پیل شي خو د کانګرس غړي بیا غواړي پدې پوه شي چې د هغه هیواد نه ټولې امریکایي قواوې به په څومره موده کې هیواد ته راستنې شي.

ورځپاڼه وړاندې وایي رابرت ګیټس د کانګرس غړو ته په ډاګه وویل چې د 2011 میلادي کال د جولای په میاشت کې به د عسکرو د راوتلو پروسه پیل شي. هغه وویل دا به هغه وخت وي چې د افغانستان د امنیت ساتنې مسولیت به د هغه هیواد امنیتي قواوو ته وروسپارل شي او زیاته یې کړه چې د عسکرو د راوتلو چټکوالی به په افغانستان کې شرایطو ته په کتو سره وي.

د امریکا د فاع وزیر تر ډیره هڅه وکړه چې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو د کره نیټې او هغه هیواد ته د 30 زرو نورو امریکایي عسکرو او د جمهور رییس اوباما د پلان په اړه معلومات ورکړي خو د کانګرس غړو د هغه نه د لازیاتو معلوماتو تمه کوله او پدې یې ټینګار کاوه چې د هغه معلومات ناکافي دي.

د امریکا د سنا یوه غړي د سنا په استماعیه غونډې کې د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن هلري رادم کلنټن، د دفاع وزیر رابرت ګیټس او د امریکا د ستر درستیزانو د کمیټې مشر امیر البحر مایک مولن نه وپوښتل آیا مونږ ته ویلی شۍ چې د 2011 میلادي کال د جولای د میاشتې نه وروسته به په لس ګونه زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې نشي.

ورځپاڼه وایي میرمن کلنټن ورته په ځواب کې وویل چې تر کومه حده چې مونږ معلومات لرو د 2011 کال د جولای میاشت به یوه مهم نیټه وي، او زیاته یې کړه چې د عسکرو راوتل به په هماغې نیټې پیل شي او دا لا معلومه نده چې څه وخت به ټول عسکر هیواد ته راستانه شي. میرمن کلنټن همدارنګه وویل چې امریکایي قواوې به د هغه نه وروسته هم د افغانستان امنیتي قواوو سره لوژستیکي مرستې کوي او په هغه هیواد کې به د امریکایي نظامیانو سربیره به زمونږ غیر نظامي کسان د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. مونږ به هر هغه څه کوو چې تر وسې مو پوره وي تر څو خپل هیواد خوندي کړو.

د کانګرس د غړو تر منځ هم پدې اړه د نظر یو څه اختلاف شته دی. د امریکا په سنا کې د وسله والو خدماتو د جرګه ګې جمهوري غوښتونکی غړی جان مکن وایي چې د عسکرو د راوتلو د نیټې ټاکل د منطق نه لرې کار دی او دا به زمونږ دښمن قوي او زړه ور کاندي. خو د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر او سناتور جان کیري وایي چې دا کار به د افغان حکومت وهڅوي تر څو د پام وړ کارونه وکړي. هغه زیاته کړه دا به د افغانستان خلکو ته هم دا په ډاګه کړي چې د امریکا متحده ایالات د هغوي سره د مرستو لپاره ژمن دي او دا هیله نلري چې افغانستان اشغال کړي. ښاغلي جان کیري همدارنګه وویل افغانان پخپله خاوره کې د بهرنیانو د شتون په وړاندې تل پاڅون کړیدی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې بلې مقالې کې لیکل شویدي، وروسته تر دې چې د امریکا متحده ایالاتو د ناټو د انډیولانو نه وغوښتل چې افغانستان ته دې نور عسکر واستوي، د ناټو د تړون عمومي منشي اندرس فاغ زموسن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دغې تړون غړو هیوادنو ورسره منلې ده چې افغانستان ته به نور 7 زره عسکر استوي.

ښاغلي رزموسن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې 30 زره اضافي امریکایي عسکر او 7 زره د ناټو د تړون د غړو هیوادونو عسکر به په افغانستان کې د طالبانو په واندې جګړه کې په راتلونکې کال کې یو قوي بدلون راولي. او ژمنه یې وکړه چې دیته به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو او افراطي ډلو لاسته کیوزي.

څه موده وړاندې جمهور رییس باراک اوباما د امریکا د بهرنیو چارو وزیره اروپا ته لیږلې وه تر څو د ناټو دتړون غړي هیوادونه دیته وهڅوي چې افغانستان ته په زرګونه تنه اضافي عسکر واستوي.

میرمن کلنټن په بروکسل کې د ناټو د تړون د بهرنیو چارو وزیرانو ته پخپله وینا کې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راایستلو په اړه د جمهور رییس اوباما پلان په باب وویل، زه فکر کوم پدې موضوع کې یو څه سوی تفاهم شویدی. امریکا دا هیله نلري چې د 2011 میلادي کال نه وروسته به هر څه پریږدي. بلکه زمونږ هدف دا دی چې باید ډیر په احتیاط کار وکړو او په هر څه باندې د غور او بررسۍ نه وروسته پریکړه وکړو.

میرمن کلنټن سره تر لیدو وروسته، ښاغلي رزموسن هم وویل چې په افغانستان کې د ګډو هدفونو تر لاسه کول زیاتې مودې او ډیرو تعهدونو ته اړتیا لري او مونږ ټول باید د صبر او حوصلې نه کار واخلو.

د ناټو د تړون د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره راټول شوي و تر څو د افغانستان لپاره د جمهور رییس باراک اوباما په ستراتیژۍ باندې بحث وکړي او دا معلومه کړي د ناټو په انډیولانو به څه اغیزه ولري. په بروکسل کې د ناټو د عمومي قوماندانۍ یوه لوړرتبه چارواکي ویلي دي چې برتانیه ، ایټالیا، پولنډ ، ګورجستان ، او سلواکیه به افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي چې د اضافي عسکرو د لیږلو سره به په افغانستان کې د ناټو دعسکرو شمیر 80 زرو ته ورسیږي.

ښاغلي رزموسن وویل چې ناټو به د 7 زرو عسکرو سربیره نور عسکر افغانستان ته واستوي خو دا یې ونه ویل چې دا به کله او د کومو هیوادونو عسکر وي.

XS
SM
MD
LG