د لاس رسي وړ اتصالات

روسي افسران: افغانستان کې جنگ دحل لار نده


روسی افسران چې د شوروی اتحاد په وخت کې په افغانستان کې جنگ کړی دغه هیواد ته د جمهور رئیس اوباما پر هغې فیصلې انتقاد کړی چې غواړي افغانستان ته نور پوځونه ولیږي. دغه پخواني نظامي منصبداران وايي چې د افغانستان سیاسی مشکل د جنگ له لارې حل کیدی نه شی.

د ټولې روسیېچینلونه چې د وسټی ٢۴ په نامه یادیږی له واشنگتن نه پخپل راپور کې ویلی چې جمهور رئیس اوباما دافغانستان پلانددې پر ځای چې خپله ویناکانگرس ته وکړي د وسټ پاینټ د نظامی اکادمۍ غړو تهوکړه. په راپور کې د امریکا په کانگرس کې د اوهایو د ایالت استازی ډینس کوسینیچ چې دجنگ یو مخالف شخصیت دیویلی چېمشران دې د روسیی له تجربو نه چې له افغانستان نه ووتل درس واخلي.

متقاعد جنرال بوریس گروموف چې په افغانستان کې د روسیې قواوو وروستی جنرال وه چې له افغانستان نهووتد فبروی پهمیاشت کې چې له افغانستان نه د شوروی اتحاد دقواوو د وتلو شلمې کلیزی په باره کې خبرې کولی داسې وویل:

«د سیاسی شخړی حل له نظامی لاری ممکن نه دی. په افغانستان کې نظامی مداخله د روسیې نظامی قواوو او حکومت له پاره یوه فاجعه وه . جنرل گروموف وایې چې دا کار یوازې د شوروی اتحاد له پاره نه بلکه دنورو هیوادونو له پاره هم یو درس دی.»

گروموف وایی چې ښایی د افغانستان خلک په دنیا کې زیات ازادی خوښونکي خلک وي او هغوی د خارجی مداخلې سر سخته مخالف دي.

له هغه نه مخکنی جنرال ایگور روډیونوف هم د هغه له خبرو سره موافقه لري.

ده د امریکې غږ ته وویل چې ښایی د قواوو زیاتول بهدتلفاتو شمیر کم کړي خو دهشتونه به له منځه ولاړ نه شي.

جنرال رودییوف بیا وایی د هغه علت دادی چې په افغانستان کی جنگ په نظامی جبهه کې نه دی پیل شوی.

دی وایی چې په دویم جهانی جنگ کېچې امریکایانو نازی عسکرو ته په فرانسهکې ماتې ورکړه د هغوی تر شا قوتونه نه وه.جنرال روډیو وایی:

«په افغانستان کې دښمنې قواوی هر ساعت له هرې خوا خطر متوجه کوي. کله چې امریکایی او د هغوی متحدین یوه سیمه ونیسي او بیا یی خوشې کوي. نو گریلاهغه بیرته نیسي.دی وایی چې د افغاني جنگیالیو له پاره د گریلاو اصطلاح ډیره ښه اصطلاح ده ځکه هغوی نه یو شانې لباس او نه تنظیم لري. دا د خلکو په ضد یو جنگ دی.

جنرال روډیوفوایی چې شوروي قواوې تر ډیر وخت پورې د افغانستان په قومی تشکل باندې نه پوهیدل. شوروی مشران هم تر ډیر وخت پورېد پښتنو، تاجکو، ازبکو او نورو قومونو سره په چال چلند نه پوهیدل.

په افغانستان کې د شوروی اتحاد نظامی مشاور جنرال محمودگریوف وایی چی امریکا او د ناټو قواوې هم دغې خبرې ته لږه توجه کوي.ده د امریکې غږ ته وویل پښتانه چې په افغانستان کې د نفوسو په سلو کې له څلویښتو فیصدو نه زیات دي د هیواد په سرنوشت کې زیاته برخه لري.

گریوف وایی: «پښتانه په افغانستان کې د هیواد لویهاو زیاته فعاله برخه لري. یو مستقر او ارامه هیواد د هغوی په مشری جوړیدلی شي».

گریوف وايي، دویم عامل دادیچې افغانستان هیڅکله مرکزی قوي اداره نه درلوده. دی وایی چې دا پیاوړې اداره به هیڅکله د خلکو له خوا ونه منل شي.

جنرال رډیوف وایي چې د امریکا تلفات به زیات شي، امریکایان به ناارامه شي او د متحدینوملاتړ به هم کم شی. دی په دې کې شک لری چې د جمهور رئیس اوبا ما له خوا به دعسکرو زیاتول یو قوی سیاسی اقدام وی.

اوباما باندېدهغوی خلکو له خوا چې غواړی نظامی صنعتی تآسیسات تقویه شیاو د هغه د سیاسی مخالفینو له خواچې غواړیاوبا ما له یوه نظامی مشکل سره مخامخ کړی او هغه دخلکو تر منځ بې اعتباره کړی.

ښاغلی اوبا ما غواړی چې د افغانستانچې حکومت او امنیتی مسئولیت هر څه ژر د افغانستان د حکومت په عاړه واچوی. جنرال گروموف وايی چې شوروی اتحاد هم دا کار غوښت خو کله چې شورویانو له افغانستان نه خپله کډه بار کړه او اقتصادی مرستې یی بندی کړې د افغانستان حکومت ړنگ شو.

جنرال گروموف وایی: «د افغانستان عسکر، کورنی چارو وزارت، پټ پولیساو نورې ادارې د القاعده او طالبانو په لاس کې وې.خو له هغه وخت نه وروسته دغو ټولو شیانو سقوط وکړ.

همدا راز جنرال روډیونوف واییچې په افغانستان کې د امریکا له مشکلاتو نه خوندنه اخلی خو کله چې امریکا له ویتنام نه ووتله هغه وخت ډیره خوشحاله وه . دی وایی چې له دې نه خپه وه چې شوروی اتحاد په جنوب ختیزه آسیا کې د امریکا له تجربو نه درس وا نه خیست.

XS
SM
MD
LG