د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ناټو قواوو افغانستان کې پراخ عملیات پیل کړل


د امریکا اردو وایی چی څه د پاسه یو زر عسکرو چی اکثره یې امریکا یي دي د افغانستان په جنوب کی د طالبانو په یوه مهم مورچل باندی لویه حمله پیل کړې ده.

نظامي چارواکو وویل چی په دې تعرضي حمله کی چی د هلمند په ولایت کی سوې، افغان عسکر هم برخه لری.

دا عملیات درې ورځی وروسته له هغه کیږی چی د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وعده وکړه چی افغانستان ته به دیرش زره نور امریکایي عسکر هم واستوي.

اوباما وویل دغه اضافي عسکر به ددې سره مرسته وکړی چی افغان قواو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو چاري چټکي کړي او امریکایي قواو ته موقع برابره کړی چی د ٢٠١١ کال د جولای ترمیاشتی پوری د افغانستان نه په راوتلو شروع وکړی.

اکثره دغه نوي عسکر به د افغانستان جنوب ته چی طالبان په زور کی دي واستول سی.

XS
SM
MD
LG